په پاکستان کښې د آل سعود خلاف مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i48768-په_پاکستان_کښې_د_آل_سعود_خلاف_مظاهرې_وشوې
په زرهاو پاکستانیانو له عربستانه د دغه هیواد د کارګرانو په ایستل کیدو باندې په اعتراض کښې د آل سعود رژیم خلاف مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2017 07:35 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د آل سعود خلاف مظاهرې وشوې

په زرهاو پاکستانیانو له عربستانه د دغه هیواد د کارګرانو په ایستل کیدو باندې په اعتراض کښې د آل سعود رژیم خلاف مظاهرې وکړې.

د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کښې مظاهره چیانو د مړ دې وي آل سعود شعارونو په ورکولو سره د عربستان له مشرانو خپله کرکه او قهر اعلان کړ.

معترضانو د پاکستاني کارګرانو د ویستنې په غندلو سره د اسلام آباد له حکومته وغوښتل چې پر آل سعود واکمنانو باندې په دباو سره له عربستانه د کارګرانو د وتنې مخه ونیسي.

آل سعود رژيم د ۲۰۱۶ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې کابو څلویښت زره پاکستانیان د ویزې د قوانینو د خلاف ورزۍ او امنیتي اندیښنو په پلمه له عربستانه ایستلي دي.

نن سبا څه باندې یو نیم میلیون پاکستانیان په عربستان کښې په ډیرو سختو شرایطو سره کارونه کوي.