عربستان په زرهاو پاکستانیان له عمرې بې برخې کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i48802-عربستان_په_زرهاو_پاکستانیان_له_عمرې_بې_برخې_کړل
په اسلام آباد کښې د عربستان د سفارت غفلت په زرهاو پاکستانیان د رمضان په مبارکه میاشت کښې له عمرې بې برخې کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2017 10:22 Asia/Kabul
  • عربستان په زرهاو پاکستانیان له عمرې بې برخې کړل

په اسلام آباد کښې د عربستان د سفارت غفلت په زرهاو پاکستانیان د رمضان په مبارکه میاشت کښې له عمرې بې برخې کړل.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې هغو زرهاو پاکستانیانو ته چې د روژې په مبارکه میاشت کښې یې د عمرې د حج کولو نیت درلود، په اسلام آباد کښې د عربستان د سفارتخانې د کم کارۍ او غفلت په وجه ویزې صادرې نه شوې.

په اسلام آباد کښې د عربستان د سفارت کارکونکو د ویزې د سټیکر د کمیدو په پلمه په زرهاو پاسپورټونه بې له ویزو ستانه کړل.

د عربستان د سفارت دې کار د پاکستان د حج او عمرې په ادارې پورې اړوندو شرکتونو ته میلیارډونه روپۍ تاوان رسولی دی.

د پاکستان زرګونو خلکو د عمرې لپاره د اسلام آباد او ریاض ترمینځ د تړون په اساس نومونه لیکلي وو او د الوتکو د تګ راتګ ټکټونه یې هم اخیستي وو چې د عربستان په دې کار سره له عمرې څخه پر پاتې کیدو سربیره یې ډیر مالي زیان هم ولیده.

ټاکل شوې وه چې عربستان هره ورځ له اتو نه تر لسو زرو کسانو لپاره د عمرې ویزا صادره کړي خو تراوسه یې پرخپلو ژمنو عمل نه دی کړی.