د پاکستان 41 ترهه ګرې ډلې په اجتماعی سائیټونو کښې فعالیت کوی
د پاکستان له ترهه ګرۍ سره دمبارزې ادارې وویل. په دغه هېواد کښې د فعالیت له منعې کړې شویو 64 ډلو څخه 41 ډلې په اجتماعی سائیټونو کښې فعالیت کوی چې د دغو ډلو په خلاف جدی اقدام نه دے شوے.
له اسلام آباده د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې په داسې حال کښې چې د لشکر جهنګوی، سپاه صحابه او طالبانو په شان ترهه ګرې ډلې په پاکستان کښې خپلو فعالیتونه ته پراختیا ورکوی، سرکاری ادارې پکار دی د دغو ډلو د رسانه ای فعالیتونو په خلاف د عمل مېدان ته ورودانګی په دې بهانې سره چې په دې زمینه کښې هغوی ته څه شکایت نه دے رسېدلے د هغوی په خلاف اقدام نه کوی.
تقریباً دوه نیم میلین تنه په پاکستان کښې په جعلی اېډرسونو سره په فېس بوک کښې له فعالیت ممنوعه ډلو سره ملګرتیا کوی.
د پاکستان د قانون مطابق هیڅ یو افراطی او فعالیت ممنوعه ډله حق نه لری د خپلو پروپېګنډو او تبلیغاتو لپاره له مېډیا، انټرنېټ او فېس بوک وغېره څخه استفاده وکړی.د دغه رپوټ له مخې فعالیت ممنوعه ډلې د کراچۍ، لاهور، کوئټه، پېښور او ملتان په شمول د پاکستان په سترو ښارونو کښې د انټر نېټ له لارې کسان ځان ته جذبوی او د فېس بوک زیاتره یوزران له دغو ډلو سره ملګرتیا لری.دا په داسې حال کښې دی د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ، د بهرنیو چارو وزارت، پولیس او امنیتی ځواکونه یوازې د شکایت له ترلاسه کولو وروسته د یوې فعالیت ممنوعه ډلې په خلاف اقدام کولې شی.