پاکستان د افغان دولت ادعا رد کړه
د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم په بهرنیو چارو کې د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز د کابل په وروستیو ترهه ګرو چاودنو کې د اسلام اباد د لاس وهنې په اړه د کابل دولت د ادعا د ردولو په ترڅ کې له افغان چارواکو غوښتل د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره مدرکونه وړاندې کړی
سرتاج عزیز وویل افغان چارواکی په پاکستان د تورونو په ځای خپل شواهد او دلایل وړاندې کړی تر څو هغو پرضد اقدام وشی . سرتاج عزیز د کابل د ترهه ګرو چاودنو د غندلو په ترڅ کې زیاته کړه اسلام اباد په پاکستان کې له ترهه ګرو ډلو سره په مبارزې بوخت دې .
د افغانستان امنیتی او استخباراتی اورګانونو د کابل د شورو ورځې له ترهه ګرې حملې وروسته د پاکستان استخباراتی اداره ای ایس ای او د حقانی ترهه ګره ډله تورنه کړه چی دغه حمله یې پلان او اجرا کړی ده .
داعش تکفیری ډلې د دغې حملې پړه پر غاړه اخیستی ده .
پاکستان او افغانستان تل یو بل له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورنوی .