د پاکستان پوځ اوه ترهګر وژلي دي
Jun 05, 2017 10:21 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ د خیبر ایجنسۍ په تیراه وادۍ کښې اوه ترهګره وژلي دي.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د خیبر ایجنسۍ په تیراه سیمه کښې د پاکستان د پوځ په بیګانیو عملیاتو کښې اوه ترهګر هلاک شوي او د هغوي درې پټن ځایونه ویجاړ شوي دي.
ویل کیږي چې وژل شوي ترهګر د داعش او لشکر اسلام ډلګۍ پورې اړوند وسله وال دي.
د ویلو ده چې د پاکستان پوځ له ډیرې مودې راهیسې د ترهګرو خلاف عملیات پیل کړي دي. په دغو عملیاتو کښې ګڼ ترهګر هلاک شوي، زخمي شوي او ژوندي نیول شوي دي.
ټیګونه