دپاکستان دشیعه مسلمانانو وژله باید بنده شی .
-
ترهګرو ډلو په پاکستان کښې له تیرو څو کلونو راهسې د شیعه مسلمانانو په تیره بیا دډاکټرانو، انجنیرانو او د لوړرتبه حکومتي چارواکو وژلو ته مخه کړي ده .
زمونږخبریال وایی د پاکستان د کویټه ښار دجمعې لمانځه امام علامه سید هاشم موسوی د شیعه مسلمانانو وژله وغندله .
د پاکستان دکویټه ښار د جمعې لمانځه امام علامه سید هاشم موسوی چې د وحدت مجلس مسلمین یو(۱) مشر هم دی وړمه دترهګرو ډلو په لاس د کویټه د دوو(۲) هزاره شیعه مسلمانانو وژله وغندله او له حکومته یې وغوښتل چې ددغه جنایت عاملان وپیژندی او سزا کړی .
هغه وویل تکفیری ترهګرو یو (۱)ځل بیا په کویټه ښار کښې دشیعه مسلمانانو پرضد حملې پیل کړې او داسلام اباد حکومت دټروریسټی ډلو پرضد هیڅ ډول اقدام نه کوی .
وړمه ورځ دپاکستان په کویټه ښار کښې وسله والو کسانو په رڼا ورځ یو هزاره سړی او یوه ښځه ووژل .
دپاکستان له پوځ او حکومت څخه دشیعه مسلمانانو یوه(۲۰۰) اصلی غوښتنه دا ده چې دشیعه مسلمانانو دامنیت مسلې ته جدی پام وکړی .
دپاکستان په ۲۰۰ میلیونه نفوسو کښې شل(۲۰) فیصده شیعه مسلمانان دی چې تل د سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، اسرائیلو ، انګلستان او دامریکا تر ملاتړ لاندې دترهګرو ډلو له حملو سره مخ دی .
ترهګرو ډلو په پاکستان کښې له تیرو څو کلونو راهسې د شیعه مسلمانانو په تیره بیا دډاکټرانو، انجنیرانو او د لوړرتبه حکومتی چارواکو وژلو ته مخه کړی ده چې په ترڅ کښې یې په زرګونو مهم شخصیتونه وژل شوی خو حکومت دترهګرو هیڅ مخه نه نیسی .