پاکستان د عربستان او امریکا دنفوذ ساحه نه ده .
-
دپاکستان شپږ (۶)کارګران چې دپولینډ دتیلو او ګازو په یوه شرکت کښې یې کار کاو او طالبانو تښتولي وو خوشي شوي دي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دسنی اتحاد دشورا مشر صاحبزاده حامد رضا په لاهور ښار کښې وویل امریکا د مسلمانانو او دپاکستان پرضد ددسیسې کولو په حال کښې ده او سعودی عربستان او امریکا باید دغه خبره درک کړی چې پاکستان ددوې د نفوذ ساحه نه ده .
هغه دامریکا له سلطې د ځینو اسلامی هیوادونو په وتلو دټینګار په ترڅ کښې وویل امریکا دداعش په شمول د ترهګرو ډلو په جوړولو سره د اسلام دڅیرې د خرابولو کوشش کوی .
دپاکستان د سنی اتحاد دشورا مشر ټینګار وکړ دیمن پرضد دسعودی عربستان جعلی پوځی ائتلاف له ترهګرۍ سره دمبارزې لپاره نه دی بلکې ددغه ائتلاف اصلی هدف داسلامی هیوادونو ترمینځ د تفرقې رامینځته کول دی .
بل خبردا چې دپاکستان شپږ (۶)کارګران چې دپولینډ دتیلو او ګازو په یوه شرکت کښې یې کار کاو او طالبانو تښتولی وو خوشی شوی دی .