له قطر سره اړیکې د امریکې د خوشحالولو لپاره غوڅې شوې دي
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي د قطر خلاف د ځینو عرب هیوادونو د اقداماتو په غندلو سره وویل: عربستان د امریکې د خوشالولو لپاره له قطر سره د اړیکو د غوڅولو زمینه برابره کړې ده.
علامه راجا ناصر عباس له قطر سره د څو عرب هیوادونو د اړیکو په غوڅیدو باندې په نیوکې سره وویل: دا په داسې حال کښې دي چې سعودي عربستان او نورو عربو هیوادونو تراوسه د اسرائیلو د غاصب رژيم خلاف چې لاسونه یې د مظلومو فلسطینیانو په وینو سره دي، هیڅ اقدامات نه دي کړي.
علامه راجا ناصر عباس جعفري وویل چې سعودي عربستان له قطر سره د اړیکو په غوڅولو سره وښودله چې آل سعود د ټرمپ د اطاعت لپاره له نورو عربو هیوادونو مخکښې شوی دی.
د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي زیاته کړه: د عربستان او ځینو نورو عرب هیوادونو دریځنیونې وښودله چې د عربستان ائتلاف د ترهګرۍ خلاف نه بلکې د اسلامي هیوادونو خلاف دی او امریکا په دې ائتلاف سره د اسلامي او عربي هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو په لټه کښې ده.
عربستان، اماراتو، بحرین، مصر، د لیبیا د ختیځ حکومت، د مالدیپ جزیرو او د یمن تښتیدلي او استعفا کړي ولسمشر او همداشان موریتانیا له قطر سره خپلې سیاسي اړیکې غوڅې کړې دي.