د کشمیر په کنټرول لاین کښې د دریو تنو وژله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i49474-د_کشمیر_په_کنټرول_لاین_کښې_د_دریو_تنو_وژله
د هند پوځی سرچینو د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندی پوځیانو په لاس د دریو کسانو د وژلو خبر ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 08, 2017 10:48 Asia/Kabul
  • د کشمیر په کنټرول لاین کښې د دریو تنو وژله

د هند پوځی سرچینو د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندی پوځیانو په لاس د دریو کسانو د وژلو خبر ورکړی.

زمونږ خبریال راپور راکړی،هندی پوځیانو ادعا کړی،دغه درې وسله وال بیګا د کشمیر د کنټرول لاین په کپواړه سیمې کښې په ډزو وژل شوی دی.

له بل پلوه د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی،نفیس زکریا نن وویل:بیګا د هندی پوځیانو په ډزو سره د کشمیر د کنټرول کرښې په لیپا سیمې کښې څلور تنه ژوبل شوی دی.

د هند او پاکستان تر مینځ سرحدی تاؤتریخوالی د تیرې میاشتې راهیسې د کشمیر په کنټرول لاین کښې د دواړو هیوادونو د نهو پوځیانو په وژل کیدا پسې زیات شوی  او دواړه هیوادونه تل یو بل د کشمیر په کنټرول لاین کښې د اوربند په خلاف ورزی تورنوی.

پاکستان او هند په ۲۰۰۳ کال کښې د جمو او کشمیر په پولو کښې د اوربند موافقه لاسلیک کړی خو د دواړو خواو له لوری په ځلونو د دغې موافقې خلافورزی شوی ده.