د کشمیر په کنټرول لاین کښې د دریو تنو وژله
د هند پوځی سرچینو د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندی پوځیانو په لاس د دریو کسانو د وژلو خبر ورکړی.
زمونږ خبریال راپور راکړی،هندی پوځیانو ادعا کړی،دغه درې وسله وال بیګا د کشمیر د کنټرول لاین په کپواړه سیمې کښې په ډزو وژل شوی دی.
له بل پلوه د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی،نفیس زکریا نن وویل:بیګا د هندی پوځیانو په ډزو سره د کشمیر د کنټرول کرښې په لیپا سیمې کښې څلور تنه ژوبل شوی دی.
د هند او پاکستان تر مینځ سرحدی تاؤتریخوالی د تیرې میاشتې راهیسې د کشمیر په کنټرول لاین کښې د دواړو هیوادونو د نهو پوځیانو په وژل کیدا پسې زیات شوی او دواړه هیوادونه تل یو بل د کشمیر په کنټرول لاین کښې د اوربند په خلاف ورزی تورنوی.
پاکستان او هند په ۲۰۰۳ کال کښې د جمو او کشمیر په پولو کښې د اوربند موافقه لاسلیک کړی خو د دواړو خواو له لوری په ځلونو د دغې موافقې خلافورزی شوی ده.