پاکستان دعربو هیوادونو د زغم غوښتنه وکړه .
-
سعودي عربستان دغه راز دامریکا او داسرائیلوپه حکم دتش په نامه د اسلامي هیوادونو جعلي ائتلاف جوړ کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړی دپاکستان ملی پارلمان نن په مینځنی ختیځ کښې په ډیپلوماټیکې شخړې سخته اندیښنه څرګنده کړه او یوه لایحه یې تصویب کړه چې له ټولوعربو هیوادونو غوښتل شوی چې زغم وښیی او دخبرو له لارې خپل اختلافات حل کړی .
دغه لایحه چې افتاب احمد خان شیرپاو ولسی جرګې ته وړاندې کړی ده له حکومت غوښتی دی چې په سیمه کښې د اسلامی امت ترمینځ د اتحاد د رامینځته کولو لپاره عملی ګامونه پورته کړی .
دپاکستان په ولسی جرګې کښې د تحریک انصاف مشرې میرمن شیرین مزاری له حکومت څخه وغوښتل چې دسعودی عربستان په مشرۍ د یوڅلویښتو(۴۱) هیوادونو له پوځی ائتلاف څخه ووځی او په اسلام اباد یې غږ وکړ چې په مینځنی ختیځ کښې بې پلوه سیاست غوره کړی .
هغې وویل چې دقطر او دسعودی عربستان ترمینځ ډیپلوماټیکه شخړه دامریکا او داسرائیلو په غوښتنه رامینځته شوی ده .
دپاکستان دتحریک انصاف دغه مشرې وویل دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او اسرائیل د اسلامی امت پرضد دی او پاکستان باید سمدستی دسعودی عربستان تر مشرۍ لاندې له پوځی ائتلاف څخه ووځی .
دجون په پینځمه(۵)نیټه سعودی عربستان دامریکا او داسرائیلو په حکم او غوښتنه او د متحده عربی اماراتو، مصر ، بحرین ، یمن او دمالدیپ په ملاتړ سره له قطر سره تجارتی او ډیپلوماټیکې اړیکې غوڅې کړې او قطر یې له ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ .
قطر د سعودی عربستان ټول تورونه رد کړی دی .
سعودی عربستان په داسې حال کښې په قطر د ترهګرۍ تور لګوی چې عربستان له متحده عربی اماراتو، اردن ، امریکا، اسرائیلو، انګلستان ، فرانسې ، ترکیې وغیره سره یوځاې په سوریې ، عراق ، یمن ، لیبیا ، قفقاز او نورو ډیروسیمو کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او مالی مرسته کونکی رژیم دی .
سعودی عربستان دغه راز دامریکا او داسرائیلوپه حکم دتش په نامه د اسلامی هیوادونو جعلی ائتلاف جوړ کړی دی چې هدف یې له ایران اسلامی جمهوریت سره مقابله کول دی .