اسلام آباد له قطر څخه د ګیس واردات جاري ساتي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i49518-اسلام_آباد_له_قطر_څخه_د_ګیس_واردات_جاري_ساتي
پاکستان تیر کال د ۱۵ کالو په موده د څه باندې ۱۶ میلیارډ ډالرو په ارزښت له قطر څخه د ایل، این، جي د واردولو تړون لاسلیک کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2017 03:14 Asia/Kabul
  • اسلام آباد له قطر څخه د ګیس واردات جاري ساتي

پاکستان تیر کال د ۱۵ کالو په موده د څه باندې ۱۶ میلیارډ ډالرو په ارزښت له قطر څخه د ایل، این، جي د واردولو تړون لاسلیک کړی دی.

 سره له دې چې د پاکستان حکومت له قطر سره د عربستان د اړیکو د غوڅیدو په هکله تراوسه خپل رسمي دریځ نه دی اعلان کړی خو په دې هکله د پاکستان د تیلو د وزیر څرګندونې چې پاکستان به له قطر څخه د مایع ګیس واردات جاري وساتي، سبب شوې چې د اسلام آباد-دوحه د اړیکو له فضا څخه د شک دوړې پاڅي.

ایرنا خبري آژانس لیکلي دي چې د پاکستان د تیلو وزیر شاهد خاقان عباسي چې هیواد یې له عربستان سره ډیرې نزدې اړیکې لري، د ریاض او دوحې ترمینځ د اړیکو د غوڅیدو په غبرګون کښې وویل: پاکستان به له دغو اختلافاتو ورتیر، د خپلې انرجۍ د تامینولو او د لوډشیډنګ د کمولو لپاره له قطر څخه د مایع ګیس (ایل، این، جي) واردول جاري وساتي.

له قطر سره د عربستان او د دغه هیواد د هم تړونه هیوادونو د اړیکو له غوڅیدو سره په یو وخت، پاکستاني رسنیو د رویټرز په حواله یو خبر کښې وویل چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، د پاکستان او قطر اړیکې به جاري پاتې شي خو د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نفیس ذکریا د ایرنا خبریال ته په مرکه کښې دغه خبر دروغ وباله او ویې ویل: دم ګړۍ په دې لړ کښې د څه ویلو نیت نه لرو او په دې لړ کښې د بیانیې صادرولو ته هیڅ ضرورت نه وینو.

پاکستان تیر کال د ۱۵ کالو په موده د څه باندې ۱۶ میلیارډ ډالرو په ارزښت له قطر څخه د ایل، این، جي د واردولو تړون لاسلیک کړی دی.