داعش ډلې دچین ددوو ښاریزو د وژلو ادعا وکړه .
-
داعش ، طالبان، القاعده ، لشکر جهنګوي ، سپاه صحابه او نورې وهابي ټروریسټي ډلې په پاکستان کښې په ډيرې ازادۍ سره ترهګر فعالیتونه کوي .
زمونږخبریال وایی داعش وهابی ترهګرې ډلې پرون ادعا وکړه چې دپاکستان د بلوچستان صوبې له مرکز کویټه ښار څخه دوه(۲) تښتول شوی چینی ښاریز یې وژلی دی .
چین او پاکستان ویلی دی چې دوې د داعش ډلې ددغه ادعا په هکله چې ویلی یې دی دچین دوه(۲) تښتول شوی ښاریز یې وژلی دی پلټنه او تحقیق کوی .
دپاکستان خارجه وزارت پرون وویل حکومت کوشش کوی دداعش ډلې دخبر اصل توب تائید کړی چې د چین دوه(۲) ښاریز یې وژلی دی .
د ویلو ده چې داعش ، طالبان، القاعده ، لشکر جهنګوی ، سپاه صحابه او نورې وهابی ټروریسټی ډلې په پاکستان کښې په ډیرې ازادۍ سره ترهګر فعالیتونه کوی او په رڼا ورځ خلک تښتوی او وژنی یې .
دپاکستان اکثره سیمې په تیره بیا دبلوچستان صوبې مرکز کویټه ښار او مستونګ سیمه د ترهګرو په تیره بیا د داعش او لشکر جهنګوی ترهګرو ډلو د فعالیتونو اصلی مرکز دی .