پاکستان دروسیې یو مهم شریک دی،داړیکو پیاوړتیا غواړو
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون دقزاقستان په پلازمینې کې دشانګهائی ملګرتیا موسسې دسرمشریزې په څنډې کې دپآکستان له لومړی وزیر نواز شریف سره په کتنې کې ټینګار کړی ، ماسکو اسلام اباد په جنوبی آسیا کې خپل یو مهم شریک او متحد ګڼی .
راپورښئ دواړو لورو په دغې کتنې کې په اقتصادی اوتجارتی ملګرتیاؤ په زمینې کې د دوواړخیزو اړیکو او همداراز دځینو مهمو سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو پشمول د دواړو خواؤ ددلچسپۍ وړ موضوعګانو په باب خبرې اترې اودنظر تبادله وکړه .
دروسیې ولسمشر همداراز په شانګهائی موسسې کې دپاکستان د رسمی غړیتوب په باب هم نواز شریف ته مبارکی ورکړه .
دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف په شانګهائی موسسې کې دپاسکتن درسمی غړیتوب له بهیره د روسیې دملاتړونو په قدرونې سره ووئیل هماغه ډول چې تیر کال د روسیې په اوفا ښآر کې په کتنې کې د دواړو هیوادونو دتجارتی اندازې دزیاتولو په باب موافقه شوی وه، دغه زیاتوالی که څه هم تریوه حده پوره شوی دی ، خو تراوسه پورې دتمې وړ سوئې ته نه دی رسیدلی ، چې باید اټکل شوی سوئې ته ورسیږی .