امریکا په اسلامی هیوادونو حملې پیل کړی دی .
-
په تیر وخت کښې هم مسلمانان دشیعه اوسني په نوم سره وجنګول شول او تاوان یوازې او یوازې مسلمانانو ته ورسیده .
زمونږخبریال وایی د پاکستان دجماعت اسلامی مشر سناتور سراج الحق وویل امریکا دخردجال د تمدن په بڼه کښې په اسلامی دنیا حمله کړی ده او غواړی اسلامی هیوادونه وویشی .
هغه وویل په تیر وخت کښې هم مسلمانان دشیعه اوسنی په نوم سره وجنګول شول او تاوان یوازې او یوازې مسلمانانو ته ورسیده .
دپاکستان دجماعت اسلامی مشر سراج الحق وویل نړیوال استعمار په اسلامی نړۍ نه اعلان شوی سلطه کړی ده او د قطر، ایران او دسعودی عربستان له کړکیچ څخه ټوله اسلامی نړۍ او امت پریشان دی او زیاته یې کړه دغه کړکیچ د ټولې اسلامی دنیا لپاره خطرناک دی .
هغه وویل امریکا او استعماری قدرتونه داسلامی نړۍ په جنګولو سره د تیلو او د معدنیانو په معدنونو او سمندرونو دسلطې کوشش کوی .
دپاکستان دجماعت اسلامی مشر سراج الحق وویل پاکستان د تماشه چی او د پیښو درامینځته کیدا لپاره د انتظار دباسلو پرځاې باید د فارس خلیج دعربو هیوادونو ترمینځ د موجوده کړکیچ دحل لپاره رول ولوبوی او زیاته یې کړه که چیرې تاوتریخوالی زیات شی نو پاکستان ته به هم تاوان ورسیږی .
هغه وویل دپاکستان جماعت اسلامی داسلامی هیوادونو له سفیرانو سره د ارتباط د کتنو لپاره پروګرام جوړ کړی دی او زر به دغه کتنې وشی .