په پاکستان کښې د بهرنیو سفارتخانو امنیتي تدابیر سخت کړی شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i49698-په_پاکستان_کښې_د_بهرنیو_سفارتخانو_امنیتي_تدابیر_سخت_کړی_شول
د پاکستان مختلفې سیمې په تیره بیا د خیبرپښتونخوا صوبې مرکز پیښور ښار له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2017 10:52 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د بهرنیو سفارتخانو امنیتي تدابیر سخت کړی شول

د پاکستان مختلفې سیمې په تیره بیا د خیبرپښتونخوا صوبې مرکز پیښور ښار له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دی.

په پاکستان په تیره بیا پیښور ښار کښې د ګواښونو د دوام په وجه د بهرنیو هیوادونو د کنسولګریو او سفارتخانو لباره سخت امنیتي تدابیر غوره شوي دي.

د پاکستان د امنیتي سرچینو په وینا د دغه هیواد امنیتي حالاتو ته په پام سره احتمال شته چې ترهګر د رمضان په دې مبارکه میاشت کښې په دغه هیواد په تیره بیا پیښور ښار کښې ترهګر عملیات ترسره کړي.

خبر زیاتوي چې د پاکستان پوځ څو ورځې مخکښې د پنجاب صوبې په مستونګ ښار کښې په یولړ عملیاتو کښې ۱۲ ترهګر هلاک کړل.