امریکا په پاکستان کښې دوه ټروریسټان ووژل .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i49912-امریکا_په_پاکستان_کښې_دوه_ټروریسټان_ووژل_.
زمونږخبریال وایی دامریکا بې پایلوټه الوتکې دپاکستان دهنګو سیمو په سپین ټل سیمه کښې په یوه کور توغندوی حملې کښې دحقانی ترهګرې ډلې یو مشر ابوبکر او دهغه یو(۱) بل ملګری ووژل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2017 00:34 Asia/Kabul
  • حقاني ترهګرې ډلې دغه راز دپاکستان دکرمې ایجنسۍ د طوري قبیلې پرضد هم څو خونړي جنګونه ورتپلې وو  .
    حقاني ترهګرې ډلې دغه راز دپاکستان دکرمې ایجنسۍ د طوري قبیلې پرضد هم څو خونړي جنګونه ورتپلې وو .

زمونږخبریال وایی دامریکا بې پایلوټه الوتکې دپاکستان دهنګو سیمو په سپین ټل سیمه کښې په یوه کور توغندوی حملې کښې دحقانی ترهګرې ډلې یو مشر ابوبکر او دهغه یو(۱) بل ملګری ووژل .

دهنګو سپین ټل سیمه له اورکزۍ او کرمې ایجنسۍ قبایلی سیمو سره سرحد لری او دترهګرو ډلو دفعالیتونو ستر مرکز دی .

دپاکستان دهنګو په سپین ټل  سیمه کښې دامریکا د بې پایلوټه الوتکې حمله په داسې حال کښې شوی ده چې دافغانستان حکومت حقانی ترهګره ډله او د پاکستان جاسوسۍ اداره ایی ایس ایی(ISI) دمی د میاشتې دترهګرې بم چاودنې چې له کبله یې ۱۵۰ کسان وژل شوی وو مسوول ګڼی .

دغه راز په امریکا کښې دپاکستان سفیر اعزاز چوهدری تیره میاشت ویلی وو چې حقانی ترهګره ډله افغانستان ته منتقله شوی ده او د کابل  چارواکی  باید په پاکستان دتور دلګولو پرضد دهیواد دننه دغه ډله کنټرول کړی .

حقانی ترهګره ډله چې همداس د پاکستان له جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی (ISI) سره نږدې اړیکې لری  د افغانستان یوه(۱) جنګ سلار جلال الدین حقانی دامریکا د جاسوسۍ ادارې سی ایی (CIA)په مرستې سره جوړه کړی وه اوس دغه ډلې دهغه زوی سراج الدین اداره کوی .

دغه ډلې په افغانستان  کښې دحکومتی عسکرو او دخارجی پوځیانو پرضد ډیرې ترهګرې حملې کړی دی .

حقانی ترهګرې ډلې دغه راز دپاکستان دکرمې ایجنسۍ د طوری قبیلې پرضد هم څو خونړی جنګونه ورتپلې وو  چې له کبله یې په زرګونو بې ګناه خلک چې اکثره یې ښځې او ماشومان وو وژل شوی .