د پاکستان دولت ته د کار پیژاندو سپارښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50056-د_پاکستان_دولت_ته_د_کار_پیژاندو_سپارښتنه
له یوې خوا د سعودی عربستان، او قطر ترمنځ لانجی، او له له بلې خوا د سعودی عربستان او ایران ترمنځ لانجې، د پاکستان لیکوالان او پوهان، دیته اړ کړی؛ څو د دغه هیواد حکومت ته خپلې سپارښتنی او د نظر وړ ټکی بیان کړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2017 11:06 Asia/Kabul
  •    د پاکستان دولت ته د کار پیژاندو  سپارښتنه

له یوې خوا د سعودی عربستان، او قطر ترمنځ لانجی، او له له بلې خوا د سعودی عربستان او ایران ترمنځ لانجې، د پاکستان لیکوالان او پوهان، دیته اړ کړی؛ څو د دغه هیواد حکومت ته خپلې سپارښتنی او د نظر وړ ټکی بیان کړی.

او داسی ورځ نشته چی د پاکستان په ټلویزونی چینلونو او مطبوعاتو کی، دغه موضوع مطرح نشی. البته د دغې مسئلی د مطرح کیدو وجه هم، د پاکستان د حکومت له سیاستونو څخه، د هغوی اندیښنه ده؛ چی په حقیقت کی د سیمې د کړکیچونو په اړه د دغه هیواد د پوځ له خوا غوره کیږی، او ویریږی چی مکړه دغه بحرانونه، د پاکستان لمنه هم ونیسی؛ چی له پخوا څخه د امنیتی ستونځو سره مخامخ دئ. سعودی عربستان؛ چی پکی یوه قبیله پر ټول ؤلس حکومت کوی، د سختو ستونځو سره مخامخ شوئ، او د خپل شاهی حکومت له راتلونکی اندیښمن دئ، او دا ویره لری چی مکړه دغه رژیم ړنګ شی. په منځنی ختیځ کی د اسلامی بیدارۍ څخه وروسته؛ کله چی د ډموکراسۍ پروسه رامنځته شوه، زیاتره د اسلامی غورځنګونو په ګټه وه، او په نتیجه کی ولیدل شول چی د مصر په انتخاباتو کی، د اخوان المسلمین غورځنګ قدرت ته ورسید، او دغه انتخابات د ډیکتاتورو رژیمونو، او د هغو په سر کی په عربستان کی د آل سعود رژیم د سختی اندیښنی سبب شول، او د الجزیری ټلویزونی چینل هم د خلګو څخه په ملاتړ کی خپل رول ولوباوه. د مصر ډیکتاتور، جنرال عبدالفتاح السیسی، کله چی د عربستان په مالی مرستې او د امریکا په ملاتړ سره؛ د اخوان المسلمین د منتخب حکومت په خلاف کودتاه وکړه، او کامیابه شو؛ د الجزیری له چینل سره یی سخت مخالفت وکړ، ځکه دغه چینل د اخوان المسلمین مظلومیت منعکساوه. د مصر ډیکتاتور، جنرال عبدالفتاح السیسی، دا مهال د عربی هیوادونو د ډیکتاتورو رژیمونو یو ستر ملاتړئ دئ، او له قطر سره دسعودی عربستان د لانجې هم، دوه علتونه دی. د ایران د اسلامی جمهوریت او د اخوان المسلمین له غورځنګ سره ښی اړیکې دی، چی اوس هم له قطره غواړی، له ایران او همداراز  اخوان المسلمین سره خپلې اړیکی غوڅی کړی، ځکه سعودی عربستان او د هغه انډیوالان پوهیږی چی، له ایران او اخوان سره د اړیکو ټینګول، په حقیقت کی د خلګو سره د اړیکو ټینګول دی، چی د ؤلسواکۍ د منلو او د هغې ډموکراسۍ په لور د تلو په معنا ده، چی په عربی هیوادونو په تیره بیا په عربستان کی به، د ډیکتاتورو رژیمونو د حتمی منحلیداسبب شی. سعودی عربستان چی دا مهال د«محمد بن سلمان» په نوم، د یو څو دیرش کلن؛ ځوان له خوا اداره کیږی، پدی لټه کی دئ؛ څو په ډیرو بیړه ناک او اومو فیصلو سره له دغو بهیرونو؛ بلکه له دغو ؤلسی طوفانونو څخه تیر شی. خو دا خبره جوته ده، چی نور نو په یوویشتمه پیړۍ کی د ؤلس واکۍ مخه نشی نیول کیدای. د عربستان خلګ د آل سعود رژیم تر سختو ظلمونو لاندی ژوند کوی، او ږغ یی نه پورته کیږی، خو له دننی څخه د یو ستر اور لمبې د را پورته کیدو په حال کی دی. خلګ نور نو د خپلو فاسدو واکمنانو له ستمونو، فسادونو، او عیاشیو څخه ستړی شوی دی. د امریکی ؤلس مشر«ټرمپ» چی خپل هیواد، د نړیوالې ډموکراسۍ مخکښ بولی؛ ریاض ته د سفر په وخت یی د ډموکراسۍ خبره ونه کړه، او دغه چوپتیا څرګندوی چی امریکا هیڅکله، د خلګو په فکر کی نه ده پاتی شوې. ټرمپ یواځی د لویدیځو پانګه والو سره د مرستې لپاره، عربستان ته راغلی ؤ، او د دغه هیواد د تیلو پیسی، او د حریمین شریفینو بیت المال یی لوټ کړ، چی دغو حقیقتونو د پاکستان لیکوالان او پوهان، مجبور کړل څو د منځنی ختیځ د مسایلو په هکله فکر وکړی، او خپل حکومت ته سپارښتنه وکړی، چی باید هغې جګړی ته ور داخل نه شی، چی د ډیکتاتورو رژیمونو، او خلګو ترمنځ روانه ده. دا مهال که د پاکستان خصوصی ټلویزونی چینلونو او ورځپاڼو ته وګورو، وینو چی د کار پوهانو او لیکوالانو له خوا، حکومت ته دا سپارښتنه کیږی، چی د سعودی عربستان په مشرې، له پوځی ائتلاف څخه ووځی، او د پاکستان د پوځ پخوانئ قوماندان، جنرال راحیل شریف، چی اوس د دغه ائتلاف قوماندان دئ، هیواد ته ور وګرځوی، چی د دوی په وینا علت یی دا دئ، چی دغه ائتلاف د شیعیانو او ایران پر خلاف، او همداراز د خلګو د ځپلو لپاره جوړ شوئ دئ. هغوی همداراز د پاکستان دولت ته سپارښتنه کوی، چی له یوې خوا د سعودی عربستان او قطر ترمنځ، او له بلې خوا د عربستان او ایران ترمنځ، منځګړتیا وکړی، څو اسلامی امت چی د امریکی او اسرائیلو په شیطنت سره، دوه ډلی شوی دئ؛ بیرته یو موټی شی، او دغه چاره د دی ښودنه کوی، چی شیعه او سنی مسلمانان د سیمی په حالاتو باندی ښه پوهیږی، او دا د ځینو اسلامی هیوادونو، په تیره بیا عربی هیوادونو لاس کښینولی واکمنان دی، چی یواځی د خپل سلطنت د ساتلو لپاره، مذهبی تعصباتو ته لمن وهی، او حاضر دی د خپلو سلطنتونو د خوندی ساتلو لپاره،د امریکی هره غوښتنه ومنی.