دپاکستان تحریک انصاف دپوځ په مشر نیوکه وکړه .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50062-دپاکستان_تحریک_انصاف_دپوځ_په_مشر_نیوکه_وکړه_.
زمونږ خبریال راپور راکړی دپاکستان په ملی پارلمان کښې د تحریک انصاف مشرې میرمن شیرین مزاری په هنګو سیمه کښې دامریکا د بې پایلوټه الوتکې حملې ته د پوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوا په غبرګون سخته نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2017 12:18 Asia/Kabul
  • مزاري وویل مونږ د پوځ او دحکومت لخوا د خبرو نه بلکې د اقدام دترسره کولو غوښتونکي یوو .
    مزاري وویل مونږ د پوځ او دحکومت لخوا د خبرو نه بلکې د اقدام دترسره کولو غوښتونکي یوو .

زمونږ خبریال راپور راکړی دپاکستان په ملی پارلمان کښې د تحریک انصاف مشرې میرمن شیرین مزاری په هنګو سیمه کښې دامریکا د بې پایلوټه الوتکې حملې ته د پوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوا په غبرګون سخته نیوکه وکړه .

هغې وویل مونږ داسې توقع نه کوو چې دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په ساده ډول په هنګو سیمه کښې دامریکا  د بې پایلوټه الوتکې حمله اپوټه نتیجه ورکونکی وبولی .

دپاکستان دتحریک انصاف دغه مشرې شیرین مزاری په هنګو کښې دامریکا په حملې د پوځ دمشر درې(۳) ورځې چپتیا هم وغندله .

هغې وویل مونږ له پوځ څخه دغه هیله لرو دامریکا د بې پایلوټه الوتکو دحملو په شمول د ټولو حملو پرضد دهیواد دفاع وکړی .

دپاکستان دتحریک انصاف دغه مشرې شیرین مزاری وویل مونږ د پوځ او دحکومت لخوا د خبرو نه بلکې د اقدام دترسره کولو غوښتونکی یوو .

دویلو ده چې په تیرې دوشنبې ورځ دپاکستان  دخیبر پښتونخوا صوبې د هنګو  په سپین ټل سیمه کښې دامریکا د بې پایلوټه الوتکې په حملې کښې د حقانی ترهګرې ډلې یو(۱) قوماندان ابوبکر او دهغه ملګری وژل شوی وو .