دپاکستان تحریک انصاف دپوځ په مشر نیوکه وکړه .
-
مزاري وویل مونږ د پوځ او دحکومت لخوا د خبرو نه بلکې د اقدام دترسره کولو غوښتونکي یوو .
زمونږ خبریال راپور راکړی دپاکستان په ملی پارلمان کښې د تحریک انصاف مشرې میرمن شیرین مزاری په هنګو سیمه کښې دامریکا د بې پایلوټه الوتکې حملې ته د پوځ دمشر جنرال قمر جاوید باجوا په غبرګون سخته نیوکه وکړه .
هغې وویل مونږ داسې توقع نه کوو چې دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په ساده ډول په هنګو سیمه کښې دامریکا د بې پایلوټه الوتکې حمله اپوټه نتیجه ورکونکی وبولی .
دپاکستان دتحریک انصاف دغه مشرې شیرین مزاری په هنګو کښې دامریکا په حملې د پوځ دمشر درې(۳) ورځې چپتیا هم وغندله .
هغې وویل مونږ له پوځ څخه دغه هیله لرو دامریکا د بې پایلوټه الوتکو دحملو په شمول د ټولو حملو پرضد دهیواد دفاع وکړی .
دپاکستان دتحریک انصاف دغه مشرې شیرین مزاری وویل مونږ د پوځ او دحکومت لخوا د خبرو نه بلکې د اقدام دترسره کولو غوښتونکی یوو .
دویلو ده چې په تیرې دوشنبې ورځ دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې د هنګو په سپین ټل سیمه کښې دامریکا د بې پایلوټه الوتکې په حملې کښې د حقانی ترهګرې ډلې یو(۱) قوماندان ابوبکر او دهغه ملګری وژل شوی وو .