پاکستان د ماسکو د مینځګړی توب د وړاندیز هرکلی وکړ .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50064-پاکستان_د_ماسکو_د_مینځګړی_توب_د_وړاندیز_هرکلی_وکړ_.
زمونږ خبریال وایی دپاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویندوی نفیس ذکریا وویل اسلام اباد د هندوستان او دپاکستان ترمینځ د تاوتریخوالو دختمولو لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وړاندیز هرکلی کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2017 12:32 Asia/Kabul
  • پاکستان همدا اوس له روسیې سره په لوړه سویه ارتباط ټینګ کړی دی .
    پاکستان همدا اوس له روسیې سره په لوړه سویه ارتباط ټینګ کړی دی .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویندوی نفیس ذکریا وویل اسلام اباد د هندوستان او دپاکستان ترمینځ د تاوتریخوالو دختمولو لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وړاندیز هرکلی کوی .

هغه وویل چې پاکستان همدا اوس له روسیې سره په لوړه سویه ارتباط ټینګ کړی دی .

دغه راز دروسیې ولسمشر پوتین مخکې د پاکستان او د روسیې په زیاتیدونکو اړیکو د هندوستان اندیښنې رد کړی وې او ویلی یې وو که څه هم ماسکو له هندوستان سره ژورې اړیکې لری خو دغه چاره له نورو هیوادونو سره د روسیې داړیکو مخه نشی نیولای .

دغه راز یو بل راپور وایی چې د سعودی عربستان باچا سلمان په  ریاض کښې دپاکستان له لومړی وزیر نوازشریف سره په کتنې کښې  له هغه پوښتنه کړی وه چې پاکستان له عربستان سره ملګری دی او که قطر سره .؟