ترهګر دپاکستان او دافغانستان ګډ دښمانان دی .
Jun 15, 2017 14:11 Asia/Kabul
-
دافغانستان او دپاکستان اړیکې خړې پړې شوي او دواړه هیوادونه یوبل له ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا نن په پیښور کښې وویل ټروریسټان د افغانستان او د پاکستان ګډ دښمانان دی او کابل او اسلام اباد باید دترهګرۍ پرضد ګډه ملګرتیا ولری .
هغه افغانستان د پاکستان ګاونډی ، دوست او ورور هیواد وباله او ټینګار یې وکړ دترهګرۍ د له مینځه وړلو لپاره باید جدی اقدامات ترسره شی .
له تیرو څو میاشتو راهسې دافغانستان او دپاکستان اړیکې خړې پړې شوی او دواړه هیوادونه یوبل له ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوی .