دشیعه مسلمانانو دامنیت کار دحکومت پرغاړه دی .
-
تکفیري ترهګر شیعه شخصیتونو ته ګواښونه کوي خو حکومت دټروریسټانو پرضد هیڅ اقدام نه کوي .
زمونږخبریال وایی د پاکستان دسیند صوبې د شیعه علماو د شورا مشر علامه سید ناظر عباس تقوی د شیعه مسلمانانو د امنیت تامینول د لومړی وزیر نوازشریف او د ولسمشر ممنون حسین د حکومت دنده وبلله .
هغه وویل که چیرې دپاکستان حکومت ددنیا دشیعه مسلمانانو د لومړی(۱) امام حضرت علی علیه السلام د شهادت دمراسمو دترسره کولو لپاره د شیعه مسلمانانو د امنیت دتامینولو لپاره جدی اقدامات ونکړی نو دماتم دستورې به په پرلتې بدلې شی .
دپاکستان دسیند صوبې د شیعه علماوو د شورا مشر علامه سید ناظر عباس تقوی وویل عزادارۍ او ماتم د شیعه مسلمانانو قانونی حق دی او په دې زمینه کښې هیڅ ممنوعیت د منلو وړ نه دی .
هغه وویل دپاکستان حکومت دتکفیری ترهګرو پرضد هیڅ عملیات نه کوی او له دې کبله په هیواد کښې دشیعه مسلمانانو وژله اوس هم دوام لری .
علامه عباس تقوی وویل که چیرې په پاکستان کښې د حضرت علی علیه السلام دشهادت په مراسمو ترهګرې حملې وشی نو ذمه وار یې د اسلام اباد حکومت دی ځکه مونږ په ځلونو دپاکستان حکومت ته ویلی دی چې تکفیری ترهګر شیعه شخصیتونو ته ګواښونه کوی خو حکومت دټروریسټانو پرضد هیڅ اقدام نه کوی .