دپاکستان په پیښور کښې درې پولیس ووژل شول .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50084-دپاکستان_په_پیښور_کښې_درې_پولیس_ووژل_شول_.
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې مرکز پیښور ښار په چمکنی سیمه کښې چې دډیروترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی نن له روژه ماتی وروسته په موټرسائیکل درې (۳)سپارو کسانو دپولیسو په ګاډې ډزو سره درې(۳) پولیس ووژل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2017 15:55 Asia/Kabul
  • دپاکستان په اکثرو سیمو په تیره بیا سرحدي قبایلي  سیمو کښې دخلکو وژل او تښتول یوه(۱) عادي چاره ګرځیدلي ده .
    دپاکستان په اکثرو سیمو په تیره بیا سرحدي قبایلي سیمو کښې دخلکو وژل او تښتول یوه(۱) عادي چاره ګرځیدلي ده .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې مرکز پیښور ښار په چمکنی سیمه کښې چې دډیروترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی نن له روژه ماتی وروسته په موټرسائیکل درې (۳)سپارو کسانو دپولیسو په ګاډې ډزو سره درې(۳) پولیس ووژل .

وژل شوی پولیس عمر حیات، شاهد او انتخاب عالم نومیږی او دغه راز یو(۱) بل پولیس شیراز ژوبل شوی هم دی .

ویل کیږی  د پیښور پولیسو هم په  موټر سائیکل دریو(۳) سپارو وسله والو کسانو ډزې وکړې او یو(۱) کس یې ترې وواژه خو دوه(۲) نور په تښتې بریالی شول .

دپاکستان په اکثرو سیمو په تیره بیا سرحدی قبایلی  سیمو کښې دخلکو وژل او تښتول یوه(۱) عادی چاره ګرځیدلی ده او ټروریسټان په رڼا ورځ بم چاودنې او حملې کوی او بې ګناه خلک وژنی .