په ذمه واریو سترګو پټولو سره ترهګرو ته ماتی نشو ورکولی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50158-په_ذمه_واریو_سترګو_پټولو_سره_ترهګرو_ته_ماتی_نشو_ورکولی_.
زمونږخبریال وایی دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په پنډۍ کښې دنیشنل ډیفینس پوهنتون د جنګ کورس(War Course) ګډون کونکو ته په وینا کښې ویلی دی ترهګر هیڅ مذهب او قومیت نلری او په خپلو مسولیتونو سترګو پټولو سره ټروریسټانو ته ماتی نشو ورکولای .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 17, 2017 01:53 Asia/Kabul
  • پاکستان ترهګرۍ پرضد جنګ کښې ډیرې قربانیانې ورکړي دی.
    پاکستان ترهګرۍ پرضد جنګ کښې ډیرې قربانیانې ورکړي دی.

زمونږخبریال وایی دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په پنډۍ کښې دنیشنل ډیفینس پوهنتون د جنګ کورس(War Course) ګډون کونکو ته په وینا کښې ویلی دی ترهګر هیڅ مذهب او قومیت نلری او په خپلو مسولیتونو سترګو پټولو سره ټروریسټانو ته ماتی نشو ورکولای .

هغه وویل له سترو خطرونو سره دمقابلې لپاره حکومت ته دیوه(۱) سیاست دغوره کولو ضرورت شته .

دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاویدباجوا دهیواد خارجی او بهرنیو خطرونو سره دمقابلې لپاره د پوځ هڅو ته په اشارې سره وویل پوځ هر ډول خطر ته دځواب د ویلولپاره  په کامل ډول تیار دی .

هغه وویل هر ډول  خطر جامع قومی غبرګون ته ضرورت لری او دپاکستان پوځ به له نورو حکومتی ادارو سره یوځاې خطر ته پوره ځواب ورکوی .

دپاکستان دپوځ مشر وویل دغه هیواد د ترهګرۍ پرضد جنګ کښې ډیرې قربانیانې ورکړی دی او زیاته یې کړه ټروریسټان هیڅ مذهب او قومیت نلری او د ردالفساد  دعملیاتو په وسیله به ترهګرۍ له مینځه یوړل شی .