دپاکستان حکومت دې دتکفیری ترهه ګرو دحملو مخه ونیسی
دسحر اردو خبری چینل راپور ورکړ دپاکستان داهل سنت یو روحانی مشر علامه محمد ثروت اعجاز قادری په کراچۍکې په یولړ څرګندونو کې وویل حکومت باید د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې دتکفیری ډلو دحملو او عامو وژلو مخنیوی وکړی .
هغه زیاته کړې و دسپاه صحابه ړنګه شوی تکفیری ترهه ګره ډله په پاکستان کې په بلې نامې سره فعالیتونه کوی او حکومت د دغې ترهه ګرې ډلې په ضد هیڅ ډول اقدام نه کوی چې ډیره دافسوس اواندیښنې خبره ده .
دپآکستان داهل سنت دغه لوړپوړی روحانی وئیلی دی ، دسپاه صحابه وهابی اوتکفیریډلې تراوسه پورې داهل تشیَّع پشمول په سلګونو مسلمانانو په وژلو کې رول درلودلی دی او دنوازشریف حکومت دترهه ګرو ډلو دحملو په مقابل کې بې پرواه دی . محمد اعجاز قادری وویل دپاکستان خلک دامنیت دتامنیدا غوښتونکی دی او داسلام اباد واکوالان بادې په دې زمینې کې هڅه وکړی .