دپاکستان په لاهورکې زورورې چاودنې کابو۷۵کسان په ونیوکې ولمبول
زمونږخبریال دجنګ انټرنیټي سایټ له قوله راپورراکړ دپاکستان په لاهور ښار مینځ کې په فیروز پور روډ باندې ارفع کریم ټاور سره نزدې په همداوروستیو کې کار بم چاودنه شوې چې له امله ئې ۲۶ کسان وژل شوي او کابو۳۸ نور سخت ټپیان شوي چې ځيني پکې مرګي حاله دي . خیني سرچینې وائي چې دا ځانمرګی برید ؤ.
راپورښئ چې دغه چاودنه دومره زوروره وه چې شاوخوا نورو ګاډو ته هم سخت تاوانونه اوښتی او دغه راز دډیروودانیو کړکی اوشیشې هم ماتې شوی دی . په راپور کې وئیل شوی دی چې ټپیان روغتونونو ته رسول کیږی او دچاودنې په ځای کې هماغه راز تورې لوخړې پورته کیږی . دپاکستان دپنجاب صوبې پولیسو دخپل عادت په اساس سیمه کلابند کړې او پلټنې ئې پیل کړی دی .
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان په قبایلی سیمو کې د ردالفساد نومې دپوځ پاکونکی عملیات په تیرۍ سره روان دی او ویئل کیږی چې زیاتره ترهه ګر له دغو عملیاتو د ځان دژغورنې لپاره دپاکستان نورو ښارونو ته خوځیدلی دی . چې یوه نښه ئې نن دلاهور په فیروز پور روډ باندې دغه بوږنونکی چاودنه کیدلی شی .
راپورونه ښئ چې په همداوروستیو کې دپاکستان دپاره چنار پشول په بیلابیلو سیمو کې حتی په روژې مبارکې میاشتې کې هم ترهه ګرو خپلو غیر انسانی اوغیر اسلامی فعالیتونو ته په دوام سره په سلګونو کسان په وینو کې لمبولی دی او دا دپاکستان سیاسی ،پوځی اوقضائی چارواکی دی چې د دغه هیواد په بندونو کې زندانی تکفیری جنایتکارو په خلاف جدی اقدامات نه کوی او دا هم ویل کیږی چې همدغه ترهه ګر په ځینو پلمو او دسیسو سره له بندونو تښتول کیږی او له زندانه له تښتیدو وروسته په بیلابیلو ځایونو کې هماغو خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی .
په تیرو څو کلونو کې د پاکستان بیلابیلو ښارونو ښاریز د طالبانو،سپاه صحابه ، لښکر جنګوی جیش الاسلام په څیر دتکفیری ترهه ګرو او جنایتکارو ډلو له سپیرو فعالیتونو اواقداماتو ترپوزې راغلی دی او داسې کومه ورځ نشته چې دپاکستان مظلوم خلک د تکفیری ترهه ګرو په لاس دشهید شویو خپلو بچیانو جنازې اوچتې نه کړی .