پاکستان: افغانستان کښې به عملیات دوام ولري
د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې په افغانستان کښې به پوځي عملیات جاري پاتې شي.
پارس ټوډی د فارس خبري آژانس په حواله لیکلي دي، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف خبرداری ورکړی چې په افغانستان کښې به د دې هیواد پوځي عملیات، د پاکستان د مخالفو وسله والو خلاف د طالبانو تر اقدامه پورې دوام ولري.
هغه زیاته کړه چې اسلام آباد به د وسله والو ډلو په تیره بیا د تحریکِ طالبانِ پاکستان بریدونو ته «پریکنده او سخت» ځواب ورکړي.
خواجه آصف د خیبرپښتونخوا صوبې په بنو ښار کښې د پولیسو په یوې تاڼې باندې د حملې په غبرګون کښې مدعي شو چې دغه برید د افغانستان په خاوره کښې پلان شوی و.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې خواجه آصف همداشان په طالبانو تور پورې کړ چې د پاکستان خلاف د هندوستان نیابتي جګړه «د طالبانو تر بیرغ لاندې» روانه ده.
د پاکستان دفاع وزیر همداشان ټینګار وکړ: مونږ به د ترهګرۍ له امله د توې وینې د هر څاڅکي حساب واخلو او د ترهګرو تر بشپړې نابودۍ پورې به غلې کښې نه نو.