پاکستان وائی د حزب المجاهدین ډله ترهګری نه قانونی مبارزه کوی
پاکستان د امریکې هغه پریکړه غندلې ده چې د حزب المجاهدین ډله یې د بهرنو ترهګرو په لسټ کې شامله کړه.
د کابل لېنډ خبری پاڼې د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا نن د زیارت په ورځ خبریالانو ته وویل چې اسلام اباد د امریکې فیصلې ناهیلی کړیدی. هغه ویل چې کشمیر په نړیواله توګه په دې پیژندل شوی سیمه ده چې پاکستان او هند دواړه پرې د ملکیت ادعا لری او د ملګرو ملتونو شورا په دغه مسله پریکړه لیک هم صادر کړیدی او د لسیزو نه د پلې کیدو انتظار باسی.
هغه وویل “د کشمیر د اوسیدونکو د ازادۍ لپاره ۷۰ کلنه مبارزه قانونی مبارزه ده. د کشمیریانو د ازادۍ غورځنګ ته د ترهګرۍ نوم ورکول د منلو وړ اقدام ندی.”
د امریکا د بهرنو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ د حزب المجاهدین ډله د ترهګرو ډلو په لسټ کې واچوله. د امریکا د بهرنو چارو وزارت وویل چې د دغې اقدام هدف یې دا دې چې د دغې ډلې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د مالې مرستو مخه ونیول شی.
په مظفر اباد کې هم د امریکې د بهرنو چارو د وزارت د فیصلې په خلاف په سلګونو خلقو مظاهره وکړه. مظفر اباد د پاکستان د ولقې لاندې د کشمیر پایه تخت دی. د هند د ولکې لاندې کشمیر کې د بیلتون غوښتونکی ډلې مشر میرواعظ عمر فاروق هم د امریکا د بهرنو چارو وزارت فیصله غندلې ده. او وایی چې هغه کسان چې د هند د قبضې په خلاف د ازاذۍ لپاره جنګیږی، ترهګر ندی.
فاروق وویل “دا نړیواله ترهګره ډله نده، هغوی له کشمیر نه بهر فعالتونه نه کوی ، بیګناه خلق نه وژنی، د کشمیر مسئله په نړیواله توګه منل شوې مسئله ده چې نړیوال حل ته ضروروت لری. هند دیته تیار ندے چې دا مسئله په سوله ایزه توګه حل کړی.”