دپاکستان په کراچۍ کښې باران ۵ کسان وژلی
Aug 22, 2017 00:52 Asia/Kabul
-
دکراچۍ په ځینو سیمو کښې دکورونوچتونه وران شوي او په ځینو نورو سیمو کښې ونې هم له بیخه ویجاړې شوي دي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دسیند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د سخت باران له کبله ددریو(۳) میرمنو په شمول پینځه(۵) کسان وژل شوی دی .
دکراچۍ په ګارډن سیمه کښې په چاندنی چوک کښې په اوبو کښې دبریښنا دتار دغورځیدا په پیښه کښې دوه(۲) کسان ووژل شول او ایمبولینسونه په اوبو کښې د بریښنا دکرنټ په وجه د مړیو په رایستلو کښې پاتې راغلی دی .
دکراچۍ په مختلفو سیمو کښې دسخت باران له کبله په واټونو کښې اوبه جمع شوی او دغه راز ټرافیک هم رامینځته شوی اوخلک له ډیرو مشکلاتو سره مخ شوی دی .
دکراچۍ په ځینو سیمو کښې دکورونوچتونه وران شوی او په ځینو نورو سیمو کښې ونې هم له بیخه ویجاړې شوی دی