دنوازشریف ورور شهباز شریف د ګوند مشر کیږی
-
شهباز شریف هم ډیر لیواله دی چې دپاکستان راتلونکی لومړی وزیر شي .
زمونږ خبریال راپور راکړی دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف چې د مالی درغلۍ او غلا په تور څنګ ته کړی شوی دی دسپتمبر دمیاشتې په اومه (۷)نیټه خپل ورور شهباز شریف د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې مشر ټاکی .
دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف پرون په لاهور کښې په ماډل ټاون سیمه کښې له خپل ورور شهباز شریف سره کتنه اوخبرې وکړې .
دپاکستان دواکمن مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې چارواکو وویل چې نوازشریف له خپل ورور شهباز شریف سره په کتنې کښې ددغه ګوند دمشر د ټاکلو په اړه هغه په اعتماد کښې واخیست .
نوازشریف به د سپتمبر دمیاشتې په اومه(۷) نیټه د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې دمشر په توګه دخپل ورور ټاکل اعلان وکړی .
داګست دمیاشتې په پینځویشتمه(۲۵) نیټه دنوی مشر د ټاکلو لپاره د پاکستان دانتخاباتو دکمیسیون لخوا له حکم وروسته دمسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې سیناتور سردار یعقوب ددغه ګوند دموقته مشر په توګه ټاکلی وو .
دپاکستان دمسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې مشرانو په تیرو څو ورځو کښې وړاندیز کړی دی چې شهباز شریف دې دګوند مشر جوړ شی .
او شهباز شریف هم ډیر لیواله دی چې دپاکستان راتلونکی لومړی وزیر شی .