تکفیریان دشیعه اوسنی مسلمانانو ترمینځ اختلاف اچوی خو تل به ناکام وی
دپاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشی علامه ناصر عباس جعفری پرون په اسلام ا باد کې دپاکستان دجمیعت علمای پاکستان او سنی اتحاد کونسل پشمول د ځینو مذهبی مشرانو سره په ګډ خبری کنفرانس کې ووئیل تکفیریان د شیعه اوسنی مسلمانانو ګډ دښمنان دی او دشیعیانو په وژلوسر هغواړی دهغوی ترمینځ فرقه وی جنګ رامینځةکړی چې بلاخره به هم ناکام وی .
زمونږخبریال داسلام تایمز خپرونې له قوله راپور راکړعلامه جعفری صیب زیاته کړې تکفیریان دم ګړۍ دسوچه محمدی اسلام دحیثیت د داغی کولو لپاره وژلې کوی او غیر انسانی جنایتونو ته ئې مخه کړې ده . دپاکستان مجلس وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشی دغه راز ووظیل داسلام اباد حکومت دپآکستان دشیعیانو دامنیت په خوندی کولو کې ناکام شوی چې دا د ترهه ګرو ډلو په ضد دحکومت دکمزورتیا ښودنه کوی . هغه خبرداری ورکړ که د پاکستان حکومت د ترهه ګرو له حملو سره په مقابلې او دهغوی په نابودولو کې کې لټی اوسستی وکړی ،نو په درست هیواد کې به درست مسلمانان عموی مظاهرو ته مخه کړی .
داپه داسې حال کې د ی چې دوه ورځې مخکې هم دپآکستان دپوځ ویندوی جنرال آصف غفور په خبری کنفرانس کې وئیلی وو څو کاله مخکې په پنډۍ راجه بازار کې دیوې فرقه پالې ډلې جنایتکارو دعاشورا په ورځ خپلې دینی مدرسې ته اوور اچولی ؤڅو په شیعیانو پورې ئې وتړی او دشیعه اوسنی دجنګ بڼه ورکړی .په عین حال کې د دغې دسیسې په نتیجې کې دشیعیانو دځینو مشرانو په ضد محاکمې هم شوی وې او یوشمیر کسان پکې نیول شوی هم وو .