په امریکا هیڅکله هم باؤر نشی کیدلی ځکه هیڅ صداقت نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54726-په_امریکا_هیڅکله_هم_باؤر_نشی_کیدلی_ځکه_هیڅ_صداقت_نه_لری
دسیمې ډیری سیاسی اوامنیتی کارپیژاندی په دې اند دی چې امریکا له ترهه ګرو ډلو په مالی او پوځی ملاتړونو سره په سیمې کې ناکراریو اوبې ثباتیو ته لمن وهی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2017 09:14 Asia/Kabul
  • په امریکا هیڅکله هم باؤر نشی کیدلی ځکه هیڅ  صداقت نه لری

دسیمې ډیری سیاسی اوامنیتی کارپیژاندی په دې اند دی چې امریکا له ترهه ګرو ډلو په مالی او پوځی ملاتړونو سره په سیمې کې ناکراریو اوبې ثباتیو ته لمن وهی .

د سحر اردو  ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی  دپاکستان دتحریک ا نصاف ګوندمشر عمران خان   دپاکستان اوافغانستان   په باب د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو دریځونو  په سختو نیوکو سره وئیلی ، ټرامپ دې پوه شی چې  دپاکستان   په داخلی چارو کې دې له ګوت وهنو لاس په سر شی  او  دګواښلو وخت تیر شوی دی . هغه  له ترهه  ګرۍ سره دمبارزې په پلمه  په افغانستان   په ۲۰۰۱کال کې   دامریکا لښکر کشۍ ته په اشارې سره  وویئل  په افغانستان کې دامریکا پوځی شتون ماته خوړلې ده او  واشنګټن  له دې لارې  غواړی په افغانستان کې له خپلو ماتو عمومی افکار منحرف کړی .

 داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان دخارجه وزارت  ویندوی نفیس زکریا  هم   په ترهه ګرۍ د  پاکستان  دتورنولو په باب  دامریکا دولسمشر  وروستیو څرګندونو په غبرګون کې  وئیلی دی ، پاکستان هماغه را  له  دغې سپیرې بلاسره  په مبارزې بوخت دی ا و  په دغې لارې کې ئې زیاتې قربانۍ ورکړی دی .

د امریکا ولسمشر   دافغانستان اوپاکستان په باب  پخپلې نوی سټراټژۍ کې  وئیلی دی ،  پاکستان دترهه ګرو پټنځای دی او له هغوی  ملاتړ کوی .  خو دسیمې ډیری سیاسی اوامنیتی کارپیژاندی  په دې اند دی چې  امریکا  له ترهه ګرو ډلو په مالی او پوځی ملاتړونو سره  په سیمې کې ناکراریو اوبې ثباتیو ته لمن وهی .