امریکا په پاکستان کښې داعش ډله فعالوی
-
دپاکستان خلکو او سیاستوالانو دامریکا دولسمشر دڅرګندونو په اړه سخته غصه ښودلي ده .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجه ناصر عباس جعفری وویل امریکا په پاکستان کښې دداعش ډلې دفعالولو په حال کښې ده .
هغه وویل امریکا دداعش ډلې له لارې غواړی دپاکستان په مسلمانانو کښې اختلاف رامینځته کړی .
علامه راجه ناصر عباس په سیمه کښې د امریکا په سلطه غواړی او تیریګرو سیاستونو د غصې په ښودلو سره وویل واشنګټن په نړۍ کښې د بشری حقوقو ترټولو ستر خلاف ورزۍ کونکی دی او امریکا دانسانو ژوند او حقوقو ته هیڅ ارزښت نه ورکوی .
هغه دپاکستان له خلکو وغوښتل سبا دجمعې(Friday) له لمانځه وروسته په ټول هیواد کښې دامریکا پرضد مظاهرې وکړی او دپاکستان په چارو کښې د واشنګټن لاسوهنه وغندی .
دامریکا ولسمشر ټرامپ دافغانستان په اړه دنوی ستراتژۍ داعلانولو په وخت پاکستان ترهګرو ته په پناه ورکولو تورن کړی وو او ویلی یې وو د پاکستان په وړاندې د امریکا صبر په ختمیدا دی .
دپاکستان خلکو او سیاستوالانو دامریکا دولسمشر دڅرګندونو په اړه سخته غصه ښودلی ده .