پاکستان دامریکا د ولسمشر څرګندونې رد کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54818-پاکستان_دامریکا_د_ولسمشر_څرګندونې_رد_کړې
زمونږخبریال راپور راکړی دپاکستان دملی امنیت کمیټۍپه اسلام اباد کښې په یوې(۱) غونډې کښې چې مشرۍ یې لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی کوله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 24, 2017 11:09 Asia/Kabul
  • دپاکستان پیپلز ګوند دامریکا د ولسمشر دڅرګندونو په اړه د پارلمان دګډې غونډې دترسره کیدا غوښتنه کړي ده .
    دپاکستان پیپلز ګوند دامریکا د ولسمشر دڅرګندونو په اړه د پارلمان دګډې غونډې دترسره کیدا غوښتنه کړي ده .

زمونږخبریال راپور راکړی دپاکستان دملی امنیت کمیټۍپه اسلام اباد کښې په یوې(۱) غونډې کښې چې مشرۍ یې لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی کوله

دترهګرۍ پرضد دجنګ په اړه دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامب تورونه رد کړل  او ویې ویل واشنګټن د ټروریزم پرضد جنګ کښې د پاکستان په قربانیانو سترګې پټې کړی دی .

دپاکستان دملی امنیت دکمیټۍ په غونډې کښې په لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی سربیره ، دپوځ ، دهوایی ځواک او دسمندری ځواک مشرانو ، خارجه وزیر ، دملی امنیت سلاکار ، د جاسوسۍ ادارو ایی ایس ایی(ISI)، ایم ای(MI)، ایی بی(IB) مشرانو او  وزیرانو ګډون وکړ .

دپاکستان دملی امنیت دکمیټۍ په غونډې کښې لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی د سعودی عربستان له چارواکو سره دکتنې په هکله ګډون کونکی په اعتماد کښې واخیستل او ویې ویل دعربستان مشرانو د ترهګرۍ پرضد د پاکستان دقربانیانو ستاینه کړی ده .

دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف  د امریکا د ولسمشر ټرامپ د نوی ستراتژۍ په اړه وویل ترامپ دپاکستان په قربانیانو سترګې پټې کړی دی او زیاته یې کړه دترهګرۍ پرضد جنګ کښې دپاکستان پینځه زره(۵۰۰۰) حکومتی عسکر وژل شوی دی .

هغه وویل زه به امریکا ته دسفر په وخت د ولسمشر ټرامپ د څرګندونو موضوع مطرح کړم .

دغه راز دپاکستان پیپلز ګوند دامریکا د ولسمشر دڅرګندونو په اړه د پارلمان دګډې غونډې دترسره کیدا غوښتنه کړی ده او زیاته یې کړه دټولو سیاسی ګوندونو په اعتماد کښې په اخیستلو سره یو(۱) پلان جوړ کړې شی .