امریکا باید په افغانستان کښې ترهګر له مینځه یوسی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54840-امریکا_باید_په_افغانستان_کښې_ترهګر_له_مینځه_یوسی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دملی امنیت کمیټۍ پرون په اسلام اباد کښې په یوې(۱) غونډې کښې چې مشرۍ یې لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی کوله دامریکا د ولسمشر ټرامپ له ګواښونو ډکې څرګندونې رد کړې او دامریکا د سیاست په اړه یې دملی وحدت د رامینځته کولو فیصله وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2017 01:45 Asia/Kabul
  • اسلام اباد له کوم توپیر پرته د ترهګرو پرضد اقدامات کړي دي .
    اسلام اباد له کوم توپیر پرته د ترهګرو پرضد اقدامات کړي دي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان دملی امنیت کمیټۍ پرون په اسلام اباد کښې په یوې(۱) غونډې کښې چې مشرۍ یې لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی کوله دامریکا د ولسمشر ټرامپ له ګواښونو ډکې څرګندونې رد کړې او دامریکا د سیاست په اړه یې دملی وحدت د رامینځته کولو فیصله وکړه .

په غونډې کښې ګډون کونکو پوځی او غیر پوځی لوړرتبه چارواکو وویل  دهیواد د امنیت او د خپلواکۍ په اړه به هیڅ ساز باز ونکړی .

دپاکستان دملی امنیت کمیټۍ وویل اسلام اباد دترهګرو پرضد جنګ کښې ډیرې قربانیانې ورکړی دی او په افغانستان کښې پټ شوی ټروریسټان په پاکستان کښې دترهګرۍ مسول دی .

دپاکستان د ملی امنیت کمیټۍ وویل اسلام اباد دامریکا له عسکرو هیله لری چې هغوې په افغانستان کښې د ترهګرو د امن ځایونو په ختمولو کښې خپل رول ولوبوی او زیاته یې کړه پاکستان دهغو ترهګرو پرضد چې په هیواد کښې په ترهګرۍ کښې لاس لری د امریکا لخوا د اقداماتو دترسره کیدا توقع لری .

دپاکستان دملی امنیت کمیټۍ زیاته کړه په افغانستان کښې دامنیت او ثبات ټینګیدل د پاکستان په ګټه دی خو دافغانستان جنګ  له پاکستان څخه نشی کیدلای .

دپاکستان ملی امنیت کمیټۍ وویل اسلام اباد دقربانۍ دپسه په جوړولو سره به په افغانستان کښې دامن په راوستلو کښې هیڅ مرسته ونکړی .

پرون په اسلام اباد کښې د لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی تر مشرۍ لاندې د ملی امنیت دکمیټۍ غونډه تر پینځو() ساعتونو پوره روان وه او پکښې د پوځ مشراو د هوای ځواک ، دسمندري  ځواک مشرانو او دغه راز دفاع وزیر ، خارجه وزیر ، خزانې وزیر ،  دکورنیو چارو وزیر او د دریو(۳) جاسوسۍ ادارو ایی ایس ای(ISI) ، ایی بی(IB) ، ایم ایی(MI) مشرانو او نورو چارواکو ګډون وکړ .

د پاکستان ملی امنیت کمیټۍ له غونډې وروسته یوه بیانیه خپره کړه چې پکښې ویل شوی دی پاکستان دترهګرۍ پرضد جنګ کښې ډیرې قربانیانې ورکړی دی  .

دترهګرۍ پرضد دجنګ له کبله دپاکستان اقتصاد ته ۱۲۰ میلیارډه ډالره تاوان رسیدلی دی .

دپاکستان دملی امنیت کمیټۍ په دغه بیانیې کښې زیاته کړی ده دترهګرۍ پرضد دجنګ په وجه دغه هیواد ته ګڼ شمیر کډوال ورپه برخه شول او زیاته یې کړه چې دامریکا د حکومت لخوا پاکستان ته دمیلیارډونو ډالرو د ورکولو خبره بیخی بې بنیاده او غلطه ده .

دپاکستان دملی امنیت کمیټۍ وویل اسلام اباد له کوم توپیر پرته د ترهګرو پرضد اقدامات کړی دی او له پاکستان سره پیاوړی کمانډ او  کنټرول نظام شته او مونږ به خپله خاوره د نورو هیوادونو پرضد استعمال نکړو خو هیله لرو چې ګاونډی هیوادونه هم خپله خاوره د پاکستان پرضد  استعمال نکړی .