پاکستان د افغانستان دبې ثباتۍ هڅه نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54842-پاکستان_د_افغانستان_دبې_ثباتۍ_هڅه_نه_کوی
زمونږخبریال وایی دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف وویل اسلام اباد افغانستان بې ثباته نه کوی بلکې پاکستان وسلې ، نشه ایز مواد او د طالبانو پټنځایونه له مینځه وړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2017 02:02 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان د مسلې دحل لپاره له امریکا او افغانستان سره ملګرتیا کړي ده .
    پاکستان د افغانستان د مسلې دحل لپاره له امریکا او افغانستان سره ملګرتیا کړي ده .

زمونږخبریال وایی دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف وویل اسلام اباد افغانستان بې ثباته نه کوی بلکې پاکستان وسلې ، نشه ایز مواد او د طالبانو پټنځایونه له مینځه وړی دی .

هغه وویل دافغانستان په داخل کښې طالبان امن پټنځایونه لری او ددغو ځایونو ختمول دپاکستان نه بلکې د کابل د حکومت کار دی .

دپاکستان خارجه وزیر د ملی امنیت دکمیټۍ په غونډې کښې دترسره شویوفیصلو په اړه مشرانوجرګې ته دتوضیح دورکولو په وخت وویل دغه کمیټۍدامریکا تورونه رد کړی اوزیاته یې کړه پاکستان افغانستان بې ثباته نه کوی بلکې پاکستان تل د امنه  افغانستان  لپاره د نړیوالو کوششونو ملاتړ کړی دی .

خواجه اصف وویل پاکستان د افغانستان د مسلې دحل لپاره له امریکا او افغانستان سره ملګرتیا کړی ده او مونږ دترهګرو پرضد له کوم توپیر پرته اقدامات کړی دی .