پاکستان د امریکا مرستو ته هیڅ اړتیا نه لری
دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه پاکستان ته د مالی مرتسو دغوڅولو به باب د امریکا د ولسمشر دړکو او ګواښونو په ځواب کې ټینګار کړی ، اسلام اباد د امریکا مرستو ته هیڅاړتیا نه لری .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی جنرال باجوه دغه خبره پرون په اسلام اباد کې دامریکا له سفیر ډیویډ هیل سره په کتنې کې په ډاګه کړې او دغه راز ئې په پاکستان کې ترهه ګرو ته دپناه ورکولو په باب پر دغه هیواد دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ دتورونو په ردولو سره روښآنه کړې ، پاکستان له ترهه ګروډلو سره په مبارزې کې جدی دی او په دغې لارې کې ئې ډیرې قربانیانې ورکړی دی .
هغه زیاته کړې دافغانستان امنیت په هماغه اندازه چې دنورو هیوادونو لپاره اهمیّت لری ، دپاکستان لپاره هم ډیر مهم دی ، بې له شکه دافغانستان دجنګ دختمیدو لپاره دټولو هیوادونو اتحاد او ملګرتیا ته اړتیا لری او په بې اساسه تورونو سره دغه جنګ پای ته نشی رَسَولی .
امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همداوروستیو کې پخپل سخت دریځ کې پاکستان په افغانستان کې له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورن کړی او دغه هیواد ئې سخت ګواښلی دی ، چې دټرمپ د دغو دړکو په غبرګون کې دپاکستان پوځی اوسیاسی چارواکی اوسیاستوالانو هم خپل سخت دریځونه نندارې ته وړاندې کړی دی .