د افغانستان وضعیت پر پاکستان مستقیم اغېز لری
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، د امریکا له حکومت سره د ښو اړیکو ټینګولو غوښتونکی دی، او د دواړو هېوادونو په ارتباط کې د پرمختګ زیات امکانات وینی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی، نفیس زکریا، بېګا له رسنیو سره په مرکه کې، یو وار بیا ټینګار وکړ؛ چې حکومت یې په افغانستان کې د ثبات ملاتړ کوی.
هغه یو وار بیا د خپل حکومت د رسمی دریځ په بیان کې وویل: چې خپله ګټه د افغانستان په ثبات او سوله کې وینی.
ښاغلی زکریا وویل:
«موږ د ګاونډیانو په توګه، باور لرو هر څه چې په افغانستان کې تېرېږی پر پاکستان مستقیم اغېز لری، پاکستان په ټولو هغو پروسو کې چې د افغانستان د سولې او امنیت لپاره جوړې شوې، ګډون کړی دی، موږ له تبعیض پرته، د ټولو تروریستی سازمانونو پر ضد اقدام کړی دی.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، نفیس زکریا، وویل: چې له ترورېزم سره د پاکستان د مبارزې په اړه ناسم درک موجود دی، چې باید اصلاح شی.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر، زلمی خلیل زاد وایی، پاکستان به له امریکا سره په لانجه کې زیات تاوان وکړی. زلمی خلیل زاد وویل:« داچې د پاکستان سیاست به بدل شی که نه، سخته پوښتنه ده؛ او زه اټکل نه شم کولائ چې د پاکستان حکومت به دریځ بدل کړی، خوکه یې بدل نه کړی، د نوې ستراتیژۍ د عملې کېدو په صورت کې به؛ پاکستان د سترې بیې پرې کولو ته مجبور شی."
خو خلیل زاد ومنله چې پاکستان د ټولې سیمې په پرتله، د افغانستان د لانجې په حل کې مهم رول لوبولائ شی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل؛ چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، خواجه محمد اصف، به د امریکا پر ستراتېژۍ د خبرو لپاره په نږدې ورځو کې واشنګټن ته ولاړ شی.