دپاکستان دپنجاب صوبې اعلی وزیر په امریکا نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54944-دپاکستان_دپنجاب_صوبې_اعلی_وزیر_په_امریکا_نیوکه_وکړه
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دپنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف دامریکا سیاستونو ته په غبرګون او په پاکستان کښې د امریکا ضد د څپې زیاتیدا ته اشارې سره وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې پاکستان دامریکا له مالی مرستو سره خدای په امانۍ وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2017 13:17 Asia/Kabul
  • اوس وخت رارسیدلی دی چې پاکستان له امریکا څخه د مالی مرستو دوسیه بنده کړي .
    اوس وخت رارسیدلی دی چې پاکستان له امریکا څخه د مالی مرستو دوسیه بنده کړي .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دپنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف دامریکا سیاستونو ته په غبرګون او په پاکستان کښې د امریکا ضد د څپې زیاتیدا ته اشارې سره وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې پاکستان دامریکا له مالی مرستو سره خدای په امانۍ وکړی .

هغه وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې پاکستان له امریکا څخه د مالی مرستو دوسیه بنده کړی او دا د پاکستان له ملت سره له مسخرو د ډکو کړچارونو او د سپکاویو د تکرار د ختمیدا یوازنۍ لاره ده .

هغه وویل هغه احسان چې امریکا یې دملی مرستو په نوم په پاکستان کوی او دپاکستان دترهګرۍ ضد په هڅو سترګې پټوی د زغملو وړ نه چاره نه ده .

دامریکا ولسمشر ټرامپ د افغانستان او دجنوبی اسیا په اړه د سپینې ماڼۍ د نوی ستراتژۍ  داعلانولو په وخت په پاکستان تور ولګاوه چې له امریکا د میلیارډونو ډالرو دترلاسه کولو په وړاندې یې په خپله خاوره  کښې د ترهګرو دپناه ځایونو د له مینځه وړلو لپاره هیڅ کار نه دی ترسره کړی .