دپاکستان خارجه وزیر سیمه ایز سفر پیلوی
Aug 26, 2017 14:46 Asia/Kabul
-
ایران ، روسیې او چین د پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر سیاست او څرګندونې غندلي او د پاکستان ملاتړ یې اعلان کړی دی .
زمونږخبریال وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف به راتلونکی اونۍ چین ، روسیې او ترکیې ته سفرونه وکړی چې د افغانستان او د جنوبی اسیا په هکله د امریکا د نوی ستراتژۍ په اړه سلامشورې وکړی .
دغه راز امریکا ته د پاکستان دخارجه وزیر خواجه اصف ټاکل شوی سفر اوس دهغه دسیمه ایز سفر په وجه ځنډول شوی دی .
دپاکستان ډیپلوماټانو ویلی دی چې روسیې ، چین او ترکیې ته د خارجه وزیر خواجه اصف سفرونه به امریکا ته سخت پیغام ورکړی چې اسلام اباد نشی ویرولی او دغه راز پاکستان په سیمه کښې زیات ملاتړ لری .
دغه راز ایران ، روسیې او چین د پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر سیاست او څرګندونې غندلی او د پاکستان ملاتړ یې اعلان کړی دی .
ټیګونه