د ډونالډ ټرامپ سیاست به هیڅ نتیجه ورنکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55062-د_ډونالډ_ټرامپ_سیاست_به_هیڅ_نتیجه_ورنکړی
زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی په نیویارک کښې دیره له بلومبرګ نیوز (Bloomberg News) نړیوال خبری اژانس سره په مرکه کښې دافغانستان دکړکیچ په سیاسی حل ټینګار وکړ او ویې ویل دامریکا د تیرو پلانونو په شان به د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ نوی ستراتژۍ هم ناکامه وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2017 07:06 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د صلحې دټینګیدا لپاره باید سیاسي حل لاره ولټول شي .
    په افغانستان کښې د صلحې دټینګیدا لپاره باید سیاسي حل لاره ولټول شي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی په نیویارک کښې دیره له بلومبرګ نیوز (Bloomberg News) نړیوال خبری اژانس سره په مرکه کښې دافغانستان دکړکیچ په سیاسی حل ټینګار وکړ او ویې ویل دامریکا د تیرو پلانونو په شان به د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ نوی ستراتژۍ هم ناکامه وی .

هغه وویل مونږ له لومړیوڅخه  دغه خبره په ښکاره کوو چې په افغانستان کښې پوځی ستراتژۍ کار نه دی ورکړی او نتیجه به ورنکړی .

هغه وویل دپاکستان حکومت دترهګرو پرضد دجنګ ملاتړ کړی دی خو اجازه به ورنکړی چې  دټروریسټانو پرضد جنګ پاکستان ته وغزیږی .

دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی وویل په افغانستان کښې د صلحې دټینګیدا لپاره باید سیاسی حل لاره ولټول شی .

هغه وویل دافغانستان جنګ دامریکا لپاره اوه سوه څوارلس میلیارډه(۷۱۴) ډالره لګښت لرلی او ددغه هیواد په زرګونو پوځیان هم وژل شوی .

دپاکستان لومړی وزیر وویل مونږ اراده نلرو کوم هیواد ته اجازه ورکړو د افغانستان جنګ دپاکستان په خاوره وشی .

هغه وویل پاکستان دهند په شمول له ټولو هیوادونو سره کار کولو ته تیار دی  .

دامریکا ولسمشر ټرمپ په سیمه کښې دثبات درامینځته کیدا او دافغانستان داقتصاد  دښه کولو لپاره له هند څخه مرسته غوښتی ده .