پاکستان دامریکا د ملګرتیا په وجه زیات تاوانونه لیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55076-پاکستان_دامریکا_د_ملګرتیا_په_وجه_زیات_تاوانونه_لیدلی
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ټینګار وکړ اسلام اباد له امریکا سره سره دملګرتیا په خاطر ډیر تاوانونه لیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2017 08:13 Asia/Kabul
  • دپاکستان په خلکو او چارواکو کښې دامریکا ضد احساسات زیات شوي دي .
    دپاکستان په خلکو او چارواکو کښې دامریکا ضد احساسات زیات شوي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ټینګار وکړ اسلام اباد له امریکا سره سره دملګرتیا په خاطر ډیر تاوانونه لیدلی دی .

هغه دامریکا او دپاکستان  داړیکو په اړه په خپلو نویوڅرګندونو کښې وویل امریکا باید پاکستان دافغانستان دجنګ د ماتی عامل ونه ګڼی او د اسلام اباد پرضد د بې اساسه تورونو لګول پاې ته ورسوی .

دپاکستان دباندنیو چارو وزیر خواجه اصف دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې چې ویلی یې وویل  اسلام اباد د ترهګرو ملاتړ کوی ځورونکی وبللې او ویې ویل د پاکستان دوه لکه (۲۰۰۰۰۰)پوځیان له ترهګرۍ سره په جنګ بوخت دی او زرګونو عسکر په دې لاره کښې وژل شوی هم دی .

دپاکستان خارجه وزیر ادعا وکړه په هیواد کښې نوی(۹۰) فیصده ترهګرې حملې هغه عوامل او عناصر کوی چې په افغانستان کښې شتون لری .

له تیرې اونۍ راهسې چې دامریکا ولسمشر ټرمپ دافغانستان په هکله د واشنګټن دنوی ستراتژۍ داعلانولو په وخت پاکستان په ډاګه له ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ د دواړو هیوادونو په اړیکو تاوتریخوالی زیات شوی او دپاکستان په خلکو او چارواکو کښې دامریکا ضد احساسات زیات شوی دی .