دپاکستان خلکو دامریکا پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55088-دپاکستان_خلکو_دامریکا_پرضد_مظاهرو_ته_دوام_ورکړی
زمونږخبریال وایی دپاکستان ټول خلک دامریکا د خبرداری پرضد راپاڅیدلی دی او په اکثرو ښارونو کښې یې په مظاهرو سره ولسمشر ټرمپ ته ښکاره پیغام ورکړی دی چې هیڅکله به د امریکا خبرداری ونه منی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2017 10:06 Asia/Kabul
  • دپاکستان دکرمې ایجنسۍ دمرکز پاره چنار خلکو هم پرون دامریکا د ولسمشر ټرمپ پرضد سترې مظاهرې کړي وې .
    دپاکستان دکرمې ایجنسۍ دمرکز پاره چنار خلکو هم پرون دامریکا د ولسمشر ټرمپ پرضد سترې مظاهرې کړي وې .

زمونږخبریال وایی دپاکستان ټول خلک دامریکا د خبرداری پرضد راپاڅیدلی دی او په اکثرو ښارونو کښې یې په مظاهرو سره ولسمشر ټرمپ ته ښکاره پیغام ورکړی دی چې هیڅکله به د امریکا خبرداری ونه منی .

دپاکستان په پیښور کښې په جی ټی روډ کښې دامریکا د ولسمشر ټرمپ د خبرداریو پرضد د صوبایی ولسی جرګې دغړی ضیا الله افریدی په مشرۍ لاریون وشو او پکښې ګډون کونکو دامریکا ضد شعارونه ورکړل او د ټرمپ عکس یې هم وسوزوه .

دبنو(Bannu) په ډومیل سیمه کښې هم خلکودامریکا پرضد مظاهرې وکړې او ددغه هیواد بیرغ یې وسوزوه او دټرمپ پرضد یې شعارونه هم ورکړل .

د پاکستان دسیند صوبې په شکارپور سیمه کښې هم محصیلینو دامریکا ضد لاریون وکړ .

دپاکستان دبلوچستان صوبې په دالبندین کښې هم خلکو دامریکا دولسمشر ټرمپ او د هند دلومړی وزیر ناریندرا مودی پتلې وسوزولې .

دبلوچستان صوبې په ډیره بګټی سیمه کښې هم دامریکا پرضد مظاهرې وشوې او دټرمپ جثه یې وسوزوله .

دبلوچستان صوبې په چمن کښې هم تاجرانو او خلکو مظاهرې وکړې او مړه دې  وی  امریکا شعارونه یې ورکړل .

دپاکستان په سوات،خیبر ایجنسۍ  بهاولنګر، کنډیار او نورو ډیرو لویو او کوچنیو ښارونو کښې هم خلکو دامریکا پرضد مظاهرې وکړې .

مظاهره چیانو وویل امریکا په افغانستان کښې دناکامۍ مسول پاکستان مه ګڼی ځکه چې پوځ د هیواد لپاره ډیرې قربانیانې ورکړی دی .

د ویلوده چې دپاکستان دکرمې ایجنسۍ دمرکز پاره چنار خلکو هم پرون دامریکا د ولسمشر ټرمپ پرضد سترې مظاهرې کړی وې او   داسلام اباد په اړه یې د واشنګټن سیاستونه په کلکه غندلی وو .