دپاکستان خلکو دامریکا پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی
-
دپاکستان دکرمې ایجنسۍ دمرکز پاره چنار خلکو هم پرون دامریکا د ولسمشر ټرمپ پرضد سترې مظاهرې کړي وې .
زمونږخبریال وایی دپاکستان ټول خلک دامریکا د خبرداری پرضد راپاڅیدلی دی او په اکثرو ښارونو کښې یې په مظاهرو سره ولسمشر ټرمپ ته ښکاره پیغام ورکړی دی چې هیڅکله به د امریکا خبرداری ونه منی .
دپاکستان په پیښور کښې په جی ټی روډ کښې دامریکا د ولسمشر ټرمپ د خبرداریو پرضد د صوبایی ولسی جرګې دغړی ضیا الله افریدی په مشرۍ لاریون وشو او پکښې ګډون کونکو دامریکا ضد شعارونه ورکړل او د ټرمپ عکس یې هم وسوزوه .
دبنو(Bannu) په ډومیل سیمه کښې هم خلکودامریکا پرضد مظاهرې وکړې او ددغه هیواد بیرغ یې وسوزوه او دټرمپ پرضد یې شعارونه هم ورکړل .
د پاکستان دسیند صوبې په شکارپور سیمه کښې هم محصیلینو دامریکا ضد لاریون وکړ .
دپاکستان دبلوچستان صوبې په دالبندین کښې هم خلکو دامریکا دولسمشر ټرمپ او د هند دلومړی وزیر ناریندرا مودی پتلې وسوزولې .
دبلوچستان صوبې په ډیره بګټی سیمه کښې هم دامریکا پرضد مظاهرې وشوې او دټرمپ جثه یې وسوزوله .
دبلوچستان صوبې په چمن کښې هم تاجرانو او خلکو مظاهرې وکړې او مړه دې وی امریکا شعارونه یې ورکړل .
دپاکستان په سوات،خیبر ایجنسۍ بهاولنګر، کنډیار او نورو ډیرو لویو او کوچنیو ښارونو کښې هم خلکو دامریکا پرضد مظاهرې وکړې .
مظاهره چیانو وویل امریکا په افغانستان کښې دناکامۍ مسول پاکستان مه ګڼی ځکه چې پوځ د هیواد لپاره ډیرې قربانیانې ورکړی دی .
د ویلوده چې دپاکستان دکرمې ایجنسۍ دمرکز پاره چنار خلکو هم پرون دامریکا د ولسمشر ټرمپ پرضد سترې مظاهرې کړی وې او داسلام اباد په اړه یې د واشنګټن سیاستونه په کلکه غندلی وو .