امریکا پاکستان ته په میلیارډونو ډالره نه دی ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55228-امریکا_پاکستان_ته_په_میلیارډونو_ډالره_نه_دی_ورکړی
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دکورنیو چارو پخوانی وزیر چوهدری نثار علی خان نن د افغانستان او د جنوبی اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دنوی ستراتژۍ په غندلو سره وویل پاکستان په افغانستان کښې دامریکا او دهغې ائتلافیانو د ماتی مسول نه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2017 13:50 Asia/Kabul
  • امریکا پاکستان ته په میلیارډونو ډالره نه بلکې موم پلي(Peanuts) ورکړي دي .
    امریکا پاکستان ته په میلیارډونو ډالره نه بلکې موم پلي(Peanuts) ورکړي دي .

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان دکورنیو چارو پخوانی وزیر چوهدری نثار علی خان نن د افغانستان او د جنوبی اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دنوی ستراتژۍ په غندلو سره وویل پاکستان په افغانستان کښې دامریکا او دهغې ائتلافیانو د ماتی مسول نه دی .

چوهدری نثارعلی خان د ډونالډ ټرمپ دغه ادعا چې امریکا پاکستان ته په میلیارډونو ډالره مرستې ورکړی دی د خندا وړ وبلله او داسلام اباد له حکومت څخه یې وغوښتل چې دتیرو شلو (۲۰)کلونو ریکارډ خپور کړی چې د امریکا ادعاګانې  ښکاره شی .

هغه وویل امریکا پاکستان ته په میلیارډونو ډالره نه دی ورکړی بلکې اسلام اباد ته یې موم پلی(Peanuts) ورکړی دی .

چوهدری نثار علی خان وویل دامریکا لخوا د کولیشن سپورټ فنډ(Coalition Support Fund)پیسې دهغو خدماتو لپاره ورکړل شوی دی چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد جنګ کښې ترسره کړی دی .