دامریکا د ولسمشر څرګندونې له ګواښ ډکې دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55229-دامریکا_د_ولسمشر_څرګندونې_له_ګواښ_ډکې_دی
زمونږخبریال وایی د پاکستان دپارلمان ګډې غونډې د افغانستان او دجنوبی اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوی ستراتژۍ رد کړه او یوه(۱) لایحه یې تصویب کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2017 13:53 Asia/Kabul
  • دافغانستان او دناټو عسکرباید  پاکستان پرضد دافغانستان دخاورې  د استعمالیدا مخه ونیسي .
    دافغانستان او دناټو عسکرباید پاکستان پرضد دافغانستان دخاورې د استعمالیدا مخه ونیسي .

زمونږخبریال وایی د پاکستان دپارلمان ګډې غونډې د افغانستان او دجنوبی اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوی ستراتژۍ رد کړه او یوه(۱) لایحه یې تصویب کړه .

په دغه لایحې کښې ویل شوی دی دامریکا د ولسمشر ټرمپ او په افغانستان کښې د امریکا   او دناټو دعسکرو دقوماندان جنرال جان نیکلسن څرګندونې له ګواښونو ډکې دی او پاکستان دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  څرګندونې ردوی .

دپاکستان خارجه وزیر خواجه اصف دغه لایحه ملی پارلمان ته وړاندې کړه او په یوه (۱)خوله تصویب هم شوه .

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په ملی پارلمان کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ دتورونو په اړه د لایحې د وړاندې کولو په وخت وویل ټول ملت سره متحد دی او ملی پارلمان د اګست په یویشتمه(۲۱) نیټه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتژۍ ردوی .

په دغه لایحې کښې ویل شوی دی ملی پارلمان  په کویټه او پیښور کښې دطالبانو د شتون په اړه دامریکا ادعا ردوی او په دې اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ او دجنرال جان نیکلسن خبرې له ګواښونو ډکې دی .

په دغه لایحې کښې زیاته شوی ده چې دترهګرۍ پرضد دجنګ په وجه دپاکستان اقتصاد ته ۱۲۳ میلیارډه ډالره تاوان رسیدلی دی او پوځ ، رینجرز ځواکونو او استخباراتی ادارو هم زیاتې قربانیانې ورکړی دی .

دپاکستان دملی پارلمان لایحه وایی ددغه هیواد  د اټومی پروګرام اغیزشیندونکی کمانډ او کنټرول (Command and Control)سیسټم شته او پاکستان دغه راز په افغانستان کښې دداعش ډلې دشتون په اړه ډیر اندیښمن دی .

دغه لایحه وایی دافغانستان او دناټو عسکرباید  پاکستان پرضد دافغانستان دخاورې  د استعمالیدا مخه ونیسی .