د پاکستان او آمریکا په اړیکو کښې د خړپړتیا زیاتیدا
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55310-د_پاکستان_او_آمریکا_په_اړیکو_کښې_د_خړپړتیا_زیاتیدا
د اسلام آباد او واشنګټن په اړیکو کښې د تاؤتریخوالی په زیاتیدا پسې د پاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف له آمریکا سره د پوځی اړیکو د غوڅولو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2017 09:29 Asia/Kabul
  • د پاکستان او آمریکا په اړیکو کښې د خړپړتیا زیاتیدا

د اسلام آباد او واشنګټن په اړیکو کښې د تاؤتریخوالی په زیاتیدا پسې د پاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف له آمریکا سره د پوځی اړیکو د غوڅولو غوښتنه وکړه.

دغه غوښتنه هاله مطرح شوه چې د آمریکا خارجه وزارت له پاکستان سره د خپلې ۲۵۵ میلیونی ډالری مرستې د ځنډولو غوښتنه وکړه.د اسلام آباد او واشنګټن په اړیکو کښې تاؤتریخوالی کابو یوه لسیزه مخکښې او په افغانستان کښې د پاکستان د ملګرتیا پر څرنګوالی د آمریکا په نیوکو پسې پیل شو.د آمریکا پخوانی اولسمشر جورج بوش د سپتمر د یولسمې په پیښې پسې پر افغانستان په حمله کښې له آمریکا سره د ملګرتیا لپاره د پاکستان د هغه وخت پر اولسمشر پرویز مشرف فشار راوړه او هغه هم له آمریکا سره ملګرتیا ته مجبوره شو.خو لکه څنګه چې مذهبی کوندونه او طالبان په پاکستان کښې زیات نفوذ لری نو دغه هیواد په افغانستان کښې د ملګرتیا په لړ کښې د آمریکا تمې پوره نه کړای شوې او په عین حال کښې د افغانستان د خلکو له مذهبی او ملی کلتور او جغرافیا  سره د آمریکائی پوځیانو د نه بلدتیا په وجه ډیر ژر آمریکا په افغانستان کښې پاته راغله.  جورج بوش د آمریکا د ماتی د سپیناوی لپاره په افغانستان کښې د خپل پوځ د ماتی لامل پاکستان وباله او پرې د فشار راوړلو په موخه یې د دغه هیواد پر قبایلی سیمو د آمریکا هوائی حملې پیل شوې.دا په داسې حال کښې وو چې بوش د ملګرتیا لپاره د اسلام آباد د هڅولو لپاره پاکستان د آمریکا غیر ناټو متحد اعلان کړی ؤ.د باراک اوباما د اولسمشری په مهال پر پاکستان د آمریکا فشارونه زیات شول او واشنګټن لټه وکړه له پاکستان سره له خپلو پوځی او مالی مرستو د فشار د اړم په توګه استفاده وکړی.

د پاکستان د سیاسی مسئلو کارپوه رضا پارسا وائی:آمریکا په ډیر احتیاط سره له ترهګرۍ،افراط پالنې،د پوځیانو فساد،قومپالنې او ډلوژونکو وسلو ته د افراطیانو د لاسرسی د امکان په شمول د پاکستان شرایطو ته وینی.پاکستانیان هم باوری دی که چیرې هغه نسخې چې واشنګټن یې د پاکستان لپاره برابروی په سلو کښې سل اجرا کړی نو لا ژور کړکیچونه به ورپیښ شی.

واقعیت دا دی چې پاکستان افغانستان ته تر خپل اغیز لاندې او د خپل سټراتیژیک په سترګه ګوری او هیڅکله حتی له آمریکا سره د اړیکو د غوڅولو د امکان په بڼه کښې هم له افغانستانه لاس اخیستلو ته چمتو نه دی او د وسله والو ډلو په څیر له اوزارونو په استفادې سره د افغانستان پر سیاسی او امنیتی حالاتو اغیز شیندی.په دې مینځومیان کښې د پاکستان پر ځای په سیمه کښې د آمریکا د سټراټیژیک ملګری په توګه د هند خوښول اسلام آباد لا پسې غوس کوی.

په دې اړه د هرات پوهنتون استاد فیصل کریمی وویل:د پاکستان پر خلاف د آمریکا د اولسمشر ډونالد ټرمپ په سخت دریځ سره دغه هیواد په یو ډول په سیاسی انزوا کښې ګرځیدلی او په سیمه کښې یې ځایګه لړزانه شوی ده.نو ځکه پاکستان له دغې انزوا د وتلو لپاره د روسیې په مینځګړیتوب له طالبانو سره د سولې هڅه کوی چې دغې چارې د آمریکا حساسیت لا زیات پارولی دی.

په هر حال ،له هغو ژورو اختلافاتو سره سره چې د افغانستان او د هند د موقعیت په باره کښې د اسلام آباد او واشنګټن تر مینځ شته په افغانستان کښې له آمریکائی پوځه ملاتړ او ملګرتیا ته د آمریکا د اړتیا په خاطر د دواړو خواو ترمینځ وروستی تاتریخوالی تر دې زیات چې دوه اړخیزه پوځی ملګرتیاوې په نښه کړی،د خپلو مخالفانو په وړاندې ترې د استفادې او له پیشو شویو مسئلو په تیره بیا د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د کورنۍ د مالی فساد له مسئلې د پاکستان د عمومی افکارو د غړولو ښودنه کوی.