د پاکستان د پارلمان د نماینده د ټرور پلان ناکامه پاتی شو
Sep 02, 2017 09:34 Asia/Kabul
د پاکستان د پارلمان یو نماینده له ټرور څخه روغ راووت.
د آسوشیتد پرس د راپور په اساس، د پاکستان پولیسو اعلان وکړ؛ د دغه هیواد د پارلمان استازئ، چی د متحد قومی غورځنګ غړئ ؤ، له نننۍ ترهه ګرې حملې څخه بچ شو، خو د یو ماشوم او یو پولیس په شمول دوه تنه ووژل شول.
د پولیسو د تعقیب او پلټنی په عملیاتو کی هم، یو یرغلګر د ګولیو په ډزو ووژل شو.
تر دې دمه کوم کس یا ډلې د دغې حملې پړه په غاړه نه ده اخیستې.