د هندوستان سرحدي ځواکونو یو پاکستانی ماشوم په ډزو ووژه
Sep 03, 2017 10:34 Asia/Kabul
هند او پاکستان د کشمیر په شمول ځینو مواردو باندې له یوبل سره اختلاف لري.
د پاکستان د پوځ ویاند وویل: د کشمیر کنټرول لاین په عباس پور سیمه کښې د هندوستان پوله ساتو ځواکونو پرون مازیګر په ډزو سره یو پنځه کلن پاکستانی ماشوم وژلی دی.
هند او پاکستان د کشمیر په شمول ځینو مواردو باندې له یوبل سره اختلاف لري.
هند او پاکستان تل یو بل په کشمیر کنټرول لاین کښې د اوربند په خلاف ورزۍ تورنوي او دواړو هیوادونو په ۲۰۰۳ کال کښې د اوربند موافقه لاسلیک کړې خو طرفینو تل د دغې موافقې خلاف ورزي کړې ده.
ټیګونه